1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوځونو په باجوړ کي د لوی سم سيمه ونيوله

۱۳۸۷ آبان ۵, یکشنبه

دالمړی ځل دی چي دپاکستان پوځي مقامات دباجوړ دسيمي دجګړو په هکله يوه اعلاميه خپره کړې

https://p.dw.com/p/Fh1w
پاکستانی پوځ
پاکستانی پوځانځور: AP

د پاکستان د پوځي ځواکونو د وينا له مخه، ښايي د څو مياشتو پرله پسې پوځي عملیاتو څخه وروسته، د تيري جمعې په ورځ دوی په دې بریالي شوي وي چي د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې په باجوړکي د لوي سم، سيمه چي ويل کیږي له ستراتيژي پلوه ډيراهمیت لري ،د القاعدې او طالبانو څخه نیولې وي. په دغه سیمه کي د اګست دمیاشتي راهيسي جګړي رواني وې . او تراوسه ددغه جګړو په بهيرکي، دپاکستان دپوځي مقاماتو له قوله، بايد 1500 ګوماني تندلاري اسلامي مليشې ،73 پاکستاني عسکر او 95 ملکي کسان وژل سوي وي.

که څه هم تراوسه دکوم ناپیلي منبع له خوا ددغه سيمه ايزو جګړو په هکله کوم بشپړرپوټ ندی خپور سوی،خوبيا هم دالمړی ځل دی چي دپاکستان پوځي مقامات دباجوړ دسيمي دجګړو په هکله يوه اعلاميه خپره کړې او په دې هم اعتراف کوي چي ددغه جګړو په ترڅ کي ډير ملکي وګړی تلف سوی او یا له سیمي څخه تیښتي ته اړ سوی دي.

کوم خبریالان چي دغي سیمی ته تللي ، وايي، چي دباجوړ په سیمه کي ډير کورونه وران سوي، اوډيرکلي دوګړو څخه تش شوي دي .هسي چي ويل کیږي، څه نا څه 200 زره انسانان له دغه سيمو څخه دجګړو له امله تيښتي ته اړ سوي.

په باجوړ کي وران سوی کورونه
په باجوړ کي وران سوی کورونهانځور: AP

څنګه چي له غي سیمي څخه د رويتر او AP دخبرورسولو آژانسونه دپاکستان دپوځي عملیاتو دقوماندان بريد جنرال عطار عباس له قوله څخه خبر ورکوي، دباجوړ په سیمه کي پاکستاني پوځیان او س په دې بریالي سوي چي دلوي سم سیمه چي له استراتيژي پلوه مهم ځای بلل کیږي، دالقاعدې او طالبانو څخه نیولې وي خو داچي دوی دباجوړ ټوله سیمه تر خپل کنترول لاندي راولي، ښايي شپږ میاشتی نور هم دغه جګړي دوام وکړي.

دغه خبره دسيمي دقامي مليشاو مشر طارق خان کړي. په باجوړ او په نورو قبايلی سیمو کی دپاکستاني پو ځی ځواکونو تر څنګ پوځ پلوه قامی مليشاوی هم جنګیږی . داچی ددغه جګړو په بهير کی پاکستانی پوځ یا مليشايي ځواکونه په دی بریالی شوی چي د اوساما بن لادن يا دده دمرستيال ايمان الظواهری داستوګني په هکله په دغه سیمه کی کوم معلو مات ترلاسه کړي وی ، ويل شوي چی په دی هکله څه ندی موندل شوی .

ديوه بل خبر له مخي دامریکي دمتحده ايالتونو دخاصو پوځي روزونکو له خوا په دی کار پيل شوی چی پاکستانی پوځی واحدونه دتند لارو په ضد دمبارزي دپاره وروځي . هم دپاکستان پوځي منابعو اوهم امریکايانو داخبر تايد کړی دی چی دهمدي روانی میاشتي په پیل کی 30 تنه امريکايي خاص پوځی روزونکی دافغانستان او پاکستان دګډو پولو سیموته رسیدلي او ددوی دنده داده چی په قبايلی سيمو کی قامي پوځي مليشاياویي دطالبانو او د القاعدی دتند لارو اسلامي ډلو په ضد دجګړي دپاره وروځي .

دقامي مليشاو افراد دسیمي خلک دی . دوي په دی فکر سره روزل کيږی چي ددغي سیمی خلک دی اودوي بايد دخپلی سيمی څخه دطالبانو او دالقاعدي دتندلارو په ضد دفاع وکړی ترڅو چي په دغه سیمو کی سوله اوثبات راشي . په روان وخت کی زیاتره پاکستانی پو ځیان په دغه سیمه کی دتند لاروپه ضد جنګيږی ، خو دسیمي خلک دوی ته ديرغل ګرو ځواکونو په سترګه ګوری .