1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوځ دېرش مشکوک ترهگر په وزيرستان کې ووژل

۱۳۸۵ دی ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د خپلو څرگندونو له مخې نن د اورپکو يو بنډغالی په جنوبي وزيرستان کې تر بريد لاندې نيولی دی. د دوی په وينا داسې شواهد لاس ته ورغلي وو چې هلته پنځه ويشت تر دېرشو پورې توندلاري پټ شوي وو، چې د هغوی په جمله کې بهرني وگړي هم راتلل.

https://p.dw.com/p/DKFj
د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلي سيمې د ترهگرو پټنځايونه بلل کېږي
د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلي سيمې د ترهگرو پټنځايونه بلل کېږيانځور: dpa
درې له پنځو ودانيو څخه په بريد کې ويجاړ شوي دي. د پوځ وياند شوکت سلطان وويل: »موږ د ترهگرو او د هغوی د ملاتړو په هکله معلومات درلودل. هغوی په دغو ودانيو کې پټ وو.« د زمزولې د سيمې يوه اوسېدونکي ويل چې د امريکايي ځواکونو يوه کشافي الوتکه يې وليدله مخکې له دې چې څرخي الوتکې راشي او په دغه ځنگلي سيمه باندې بمبارد وکړي. د پاکستان پوځ وايي چې په دې پنډغالي کې ترهگر روزل کېدل او دا چې پاکستاني عسکرو ته په جگړه کې کوم زيان نه دی رسېدلی. وزيرستان د افغانستان له پکتيکا ولايت سره گډه پوله لري.