1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوځ په ځوابي برید کې ۲۵ یاغیان ووژل

۱۳۹۰ آذر ۲۵, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د جمعې په ورځ د اورپکو سره په نښته کې یو سرتیری او ۲۵ تنه اورپکي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/13U4G
په نښنه کې ۲۵ اورپکې وژل شوي دي
په نښنه کې ۲۵ اورپکې وژل شوي ديانځور: AP

د پاکستان د پوځ نیمه ملیشې هغه وخت د یوه برید لاندې راغلې چې د اورکزي ایجنسۍ د مموزي د سیمې څخه د تیریدو په حال کې وې. دغه سیمه حیکم الله محسود پورې د ټړلو طالبانو پوخ سنګر ګڼل کیږي.

د نیمه ملیشو یوه چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې پر هغوې شاوخوا ۵۰ تنو اورپکو برید وکړ.

 د چارواکې په وینا دغه برید د پاکستان پر وخت د سهار په ۷ نیمو بجو ترسره شوی او کابو ۴۰ دقیقې یې دوام کړی دی. چارواکي زیاته کړي چې پاکستاني نیمه پوځیانو د برید پر مهال هوایي ملاتړ هم درلود.

د اورکزي ایجنسي یو بل اداري چارواکي، شیر بهادر خان، هم د مرګ ژوبلې دغه شمیره په ګوته کړې. دا په داسې حال کې ده چې د مرګ ژوبلې شمیره لا د آزادو خبریالانو له لورې نه دی تايید شوې.

پاکستان له څو کلونو را په دېخوا افغانستان سره په پرتو سیمو کې د یاغیانو سره په جګړه بوخت دی. دغه هیواد تر اوسه پورې په دغې جګړه کې کابو درې زره سرتیري له لاسه هم ورکړي دي.

خو ښایي چې د پاکستان دغه اقدامات کافي نه وي ځکه چې د امریکا متحده ایالات تل له دغه هیواد څخه غواړي چې د یاغیانو په وړاندې لا کوټلي ګامونه اوچت کړي. متحده ایالاتو خو له همدې کبله پاکستان ته خپلې ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستې کنګلې کړي هم دي. د دغو مرستو د کنګلولو لامل د پاکستان لخوا د «په کور کې جوړ شوو مایونونو» په وړاندې د جدې اقداماتو نه کول په ګوته شوي دي.

پاکستان بیا د امریکا د متحده ایالاتو دغه نوي قدم په غصه کړی دی. د دغه هیواد چارواکي ټل ټینګار کوي چې پاکستان د یاغیانو په وړاندې سخت کامونه اخلي. پاکستاني چارواکي خو متحده ایالات په دې هم تورنوي چې د دغه هیواد په وړاند غیرې عادله پریکړې کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش