1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی پوځ: د حقاني شبکې پرضد عمليات نه کوو

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

يوې پاکستانۍ ورځپاڼي نن « دوشنبه» په خپل رپورټ کي ليکلي، چي پاکستان به د حقاني شبکي پر ضد عمليات تر سره نه کړي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان څخه ددغي ډلي له منځه وړل غوښتي دي.

https://p.dw.com/p/12gPH
پاکستانی پوځ
پاکستانی پوځانځور: DW

د امريکا او پاکستان تر منځ د لفظي شخړو وروسته د يکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوي درستيز، جنرال اشفاق کياني، د خپلو پوځي قوماندانو سره د امنيتي وضعيت د څيړلو لپاره يوه « ځانګړي» غوڼده جوړه کړه.

 

د سپتمبر پر ۱۳مه نيټه په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو پر سفارت، د ناټو پر پوځي مقر او د افغانستان د ملي امنيت پر ودانۍ د سوي بريد پړه پر حقاني شبکې وراچول کيږي.

 

د ايکسپريس ټريبيون، په نامه پاکستاني ورځپاڼي د يوې سرچيني په حواله ليکلي، چي پاکستاني قوماندانانو پردې هو کړه کړي، چي د امريکا متحده ايالاتو دي غوښتني ته چي په شمالي وزيرستان کي دي د دغه وسله والي ډلي پر ضد عمليات پيل شي، د نه جواب ووايي.

 

دغه چارواکي چي نوم يي نه دی خپور سوی يادي ورځپاڼي ته وويل:

 

« موږامريکا ته هم دغه پيغام استولی، چي ترهغه زيات نه سوکولای چي تر اوسه مو کړي دي.»

 

د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان ډير زور اچولی، چي د حقاني شبکې پر ضد کوټلي ګامونه اوچت کړي، دغه ډله د وسله والو اورپکو په ليکه کي تر ټولو خطرناکه ډله شميرل کيږي.

 

دا په داسي حال کي ده چي د جمهوري غوښتونکو يو سناتور د يکشنبي په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د دفاعي چارو کميټې ته په خپلو خبرو کي وويل، که چيري پاکستان همداسي د هغه اورپکو ډلو سره چي په افغانستان کي پر امريکايي ځواکونو بريدونه کوي، خپلي اړيکو ته ادامه ورکړي نو امريکا بايد د پاکستان پر ضد د پوځي عملياتو په شروع کولو باندي غور وکړي.

 

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چي دوی، د حقاني شبکې سره کومه مرسته نه کوي. د پاکستان د پوځ وياند ډګر جنرال اطهر عباس د سي اين اين تلويزوني شبکې سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کي دا خبره منلې چي د پاکستان استخباراتي شبکه د حقاني ډلي سره اړيکي لري خو د هغوی سره کومه مرسته نه کوي.

 

تر دي يوه ورځ د مخه، اشفاق کياني، هم ويلي ؤ، چي يوازي پاکستان نه، بلکي ډيري هيوادونه د حقاني شبکي سره اړيکي لري او په دې د امريکا متحده ايالات تر ټولو ښه پوهيږي.

 

خو څيړونکي وايي که چيري د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد په پوځي عملياتو لاس پوري کړي نو د پاکستان پوځ ته به دروند ځاني تاوان واوړي، ځکه چي له يو پلوه خو دغه سيمه غرنۍ ده او له بل پلوه نوموړه شبکه په سيمه کي د نورو اورپکو ډلو ملاتړ له ځانه سره لري.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل