1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی پوځ: د خيبر پر لار د يوې لويي چاودني مخنيوی سوی

۱۳۸۷ دی ۱۶, دوشنبه

پاکستاني امنيتي ځواکونو د هغو عملياتو په لړ کي چي د خيبر د لاري په اوږدو کي پيل کړي تر څو په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته تلونکې اکمالاتي لاره د اورپکو څخه پاکه کړي په چاوديدنکو موادو بار يو لارۍ موټړ نيولی دی

https://p.dw.com/p/GSQU
پاکستانی پوځ د عملياتو پر مهال
پاکستانی پوځ د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

دغه خبره دپاکستان يو امنیتي مامور د AFP يوه خبریال ته کړې. په خبر کي داهم ويل شوي دي چی په شمال لويديځ ښارجمرود کي اوه کسه ګوماني تند لاري طالبان هم نیول شوي. دخيبر له دري څخه هغه لويه لاره تيريږي چي افغانستان او پاکستان سره تړي.

پاکستاني امنيتي افسر وايي چي ضبط شوې چکړه موټر تر خولي پوري د چاوديدو نکو موادو ډک و، او اندازه يي تر زرو کيلوګرامه يا 2200 پونده پوري اټکل کيدای شي او دغه مواد په موټر کي په دې ډول سره ايښول شوی و، چي چاودولو ته تيار و.

پاکستانی امنیتي افسر داهم وايي چي کيدای شي په دغه موټر کي ايښول شوی چاوديدونکي دمحرم دمياشتي ديوې غونډي له پاره و نو په دې صورت کي که چيري دترهګرو پلان عملي شوي وای ځاني تلفات به يي زښته ډير واي.

دتيري اونۍ څخه راپدیخوا د پاکستان امنیتي ځواکونوجمرود ته نژدې دخيبر په دره کي دپاڅيدونکو دګوماني مورچلو پر ضد پيل کړي و او دا کار دپاکستان امنيتي ځواکونه وروسته دهغي پيښي څخه کړی چي طالبانو دپيښور په ښار کي د ناټو پر هغه کاروانو باندي بريد کړي و چي افغانستان ته د اکمالاتو د رسولوله پاره چمتوو.

د طالبانو ددغه بريدپه نتيجه کي په سلهاو لارۍ موټر او کانتينرونه له منځه تللي و.

دتيري اونۍ راهيسي پاکستان دتورخم پر لور د خيبر لاره هم دناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ تړلې وه او هم دنورو موترو له پاره او ددې کار دليل دا بلل سوی و چي د پاکستان امنيتي ځواکونه دخيبر درې په شاوخواسیمو کي د طالبانو او القاعدې دګوماني مورچلونو دله منځه وړلو له پاره عملیات کوي.خو دجمعې د ورځي راهيسي هره ورځ دڅو ګړيو له پاره د ورځي دخيبر لاره خلاصه وي اودا محدوديت به ترهغه وخته دوام پيدا کړي چي دجمرود په سیمه کي دپاکستاني پوځ عملیات بېخي پاي ته ورسيږی.

د آژانس فرانس پرس خبريال ته دپاکستان امنيتي مامور دا خبره هم کړې چي اوه تنه نيول شوي کسان دتحريک طالبان پاکستان غړي دي چي مشر يي بيت الله مسود دی. پر بيت الله مسود باندي دنورو تورونو تر څنګ دا تور هم لګول کيږي چي دي د پاکستان د پخوانۍ لمړۍ وزيري، بېنظير بوټو په وژلو کي هم لاس لري.