1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: احمد شجاع پاشا امريکې ته تللی

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا په ناڅاپي سفر امريکي ته تللی تر څو د هغه هيواد سره د استخباراتي شبکو د همکاريو په اړه خبري وکړي، او د دواړو هيوادونو تر منځ رامنځته سوی واټن يو څه را کښته کړي.

https://p.dw.com/p/11u7b
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلاني او د هغه هيواد د استخباراتو مشر احمد شجاع پاشا
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلاني او د هغه هيواد د استخباراتو مشر احمد شجاع پاشاانځور: picture alliance / dpa

پاکستان ويلي چي په تيرو مياشتو کي د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د ناندريو تر ډيريدو وروسته د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر احمد شجاع پاشا د امريکا د متحده ايالاتو سره د خبرو له پاره هغه هيواد ته تللی.

دا سفر پداسي وخت کي تر سره کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان باندي د ۸۰۰ ميلونو ډالرو پوځي مرسته د څنډ اعلان کړی.

دې اعلان ته په لومړي غبرګون کي د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار ويلي چي د افغانستان د پولي څخه به خپل پوځونه بيرته پر شا کړي. خو د پاکستان پوځ تر اوسه پوري دا اقدام نه دی کړی.

د پاکستان پوځ د پاشا د سفر په اړه د جزيياتو ورکولو څخه ډډه کړې. په پاکستان کي خلک په دي باور دي چي د پاشا سفر د امريکا د متحده ايالاتو سره د امنيتي اړيکو بيرته ټينګول دي.

پاکستان ويلي چي د امريکايانو له خوا بايد داسي يو طرفه بريد لکه اسامه بن لادن چي په کښي ووژل سو نور تر سره نه سي، خو سپيني ماڼۍ ويلي، چي دا حق د ځانه سره خوندي ساتي چي دې ته ورته بريدونه تر سره کړي.

خو د پاکستان ځيني څيړونکي په دې آند دي چي واشنګټن ته د پاشا سفر په دې معني دی چي پاکستان د دغه درزونو ډکول غواړي.

د پاکستان يوه څيړونکي حسن عسکري فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي:« دا د رامنځ ته سوي حالت د ښه کولو يوه هڅه ده، او د داسي يو ممکنه لاري برابرول دي چي دواړو خواو ته د منلو وړ وي.»

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل