1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: افغانستان بې موجبه سخت غبرګون ښيي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۸, پنجشنبه

پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې‎ افغانستان د یو شمیر داسې عواملو له کبله پاکستان ته د خپلو پوځیانو یو سفر لغوه کړی دی چې ډیر مهم نه دي. تر دې مخکې پاکستان افغان پوځیانو ته په پوځي تمریناتو کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/185Mg
انځور: DW

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عیاض احمد چوهدري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ باور لرو چې افغانستان بې موجبه د وړو پېښو پر وړاندې په لوی غبرګون لاس پورې کوي.»

د پاکستان پوځ یوولس تنه افغان پوځیان کویټې ته رابللي ول چې په یو لړ پوځي تمریناتو کې برخه واخلي، خو افغان دولت د خپلو پوځیانو سفر د «پاکستان له خاورې پر افغانستان باندې د توغندیو د بریدیونو» پر وړاندې د غبرګون په توګه لغوه کړ.

د کونړ ولایت والي فضل الله وحیدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان باندې شاوخوا ۵۰ توغندي وتوغول شول چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د هغوی پوځیانو د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د ترسره کیدونکې مداخلې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې د افغانستان پوځیانو ته ځکه په پوځي تمریناتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې د دواړو هیوادونو تر منځ پوځي همکارۍ لا پسې ډیرې شي. دغه ویاند زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان باید په سیمه کې د سولې راوستلو له پاره دغه شان همکارۍ پیاوړې کړي.

لویدیځ هیوادونه باور لري چې پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې پیاوړی نقش ولوبوي. خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې اعتمادۍ فضا موجوده ده او پر یو بل باندې د خپلو مخالفینو د ملاتړ تورونه لګوي. دغه دواړه هیوادونه ۲۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

په وروستیو وختونو کې د انګلستان لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان ولسمشران خپل هیواد ته راوغوښتل او هڅه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې سره نزدې کړې. خو په دغې غونډه کې ټولې شوې پریکړې هم عملي نه شوې.

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۲۷ نیټه) ناوخته افغان چارواکو د هلمند په ولایت کې د ۱۵ تنو شکمنو یاغیانو مړي پاکستاني چارواکو ته وسپارل. تر اوسه پورې دا خبره په بشپړه توګه روښانه نه ده چې وژل شوي کسان کومي ډلې پورې تړاو لري. يوه پاکستاني چارواکي ویلي دي: «موږ لا تر اوسه پورې نه پوهیږو چې هغوی پاکستاني طالبانو پورې تړاو لري او که د افغان کډوالو په منځ کې را ګډ شوي یاغیان ول.»

دا په داسې حال کې ده چې یوه افغان چارواکي ويلي دي چې دغه کسان په هلمند ولایت کې له افغان او ناټو ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.