1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو ځوانانو د کرکیت نړیوالې سيالۍ د اګست په ۱۱مه نیټه په استراليا کې پيل شوې او په لومړنۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه. د افغانستان راتلونکې لوبې له نیوزیلند او سکاتلند هیوادونو سره دي.

https://p.dw.com/p/15o20
انځور: DW

د کرکیت د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوالې سيالۍ د استراليا په بریسبين ښار کې پيل شوې چې پکښې ١٦ هیوادونو گډون کړی دئ. د دې سیالۍ لومړی لوبه د پاکستان او افغانستان تر منځ وو چې د پاکستان په گټه پای ته ورسیده.

د لوبې پچه د افغانستان د لوبډلې کپتان جاوید احمدي، وګټله او لومړى ئې پاکستان ته د توپ وهلو (بیتینگ) بلنه ورکړه. د پاکستان د ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ٢٥٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته ئې د ٢٥٤ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له لورې بابر ۷۵، محمد نواز ۶۵، عمر وحید ۴۳، امام الحق ۲۵ او سمیع اسلم ۲۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د افغانستان له لورې یمین احمدزي او سعید احمد شیرزاد د خپلې سیالې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي او شبیر نوري یو لوبغاړی وسوځاول.

کله چې د افغانستان د کرکيت د نولس کلنو ملي لوبډلې ټوپوهل (بیتینګ) پیل کړ نو په ۴۵.۱ اورونو کې ئې ټول لوبغاړي وسوځیدل او یوازې ۱۴۴ منډې ئې جوړې کړې. په دې ترتیب سره افغانستان د ۱۰۹ منډو په توپیر پاکستان ته لوبه بایلله. په دې لوبه کې د افغانستان له لوري حشمت الله شاهد٥٠، محب الله پاک ٣٠ او جاوید احمدي ٢٠ منډې جوړې کړې.

د کرکیت کارپوهان د افغان لوبغاړو د ماتې لامل د هغوی د تجربې کموالی بلي او وایي چې پاکستان د کرکیت په ډګر کې ډیره تجربه لري. د پاکستان د نولس کلونو لوبډله ځو ځله د نړیوالو سیالیو اتله پاتې شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د اګست په ۱۴مه نیټه، د نیوزیلند او دریمه لوبه د همدې میاشتې په ۱۵ نیټه د سکاتلند هیواد په وړاندې وکړي.

د افغانستان راتلونکې لوبې له نیوزیلند او سکاتلند هیوادونو سره دي.
د افغانستان راتلونکې لوبې له نیوزیلند او سکاتلند هیوادونو سره دي.انځور: DW
د لوبې پچه افغان کپتان وگټله او پاکستان ته ئې د توپ وهلو بلنه ورکړه.
د لوبې پچه افغان کپتان وگټله او پاکستان ته ئې د توپ وهلو بلنه ورکړه.انځور: DW

د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو د کرکیت د نړیوال جام په سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه ١٦ غوره لوبډلې برخه لري چې لس لوبډلې د کرکیت د نړیوالې شورا له پوره غړیتوب لرونکي هیوادونو څخه دي او د افغانستان په ګډون پاتې شپږ لوبډلې د کرکیت د نړیوالې شورا د دویمه او دریمه درجه غړیتوب لرونکي هیوادونه له ډلې څخه دي. دغه ۱۶ لوبډلې پر څلورو ګروپونو ویشل شوې دي.

افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلند او سکاتلند سره برابر شو دئ. په (الف) ګروپ کې استراليا، انګلستان، نيپال، ايرلند؛ په (سي) ګروپ کې ويست انديز، زمبابوي، هندوستان، پي اين جي او په (دي) ګروپ کې سريلانکا، سويلي افريقا، بنګله ديش او د نميبيا هیواد لوبیږي.

د افغانستان د کرکیت د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې د ۲۰۱۱ کال په اګست کې د نړیوال جام سیالیو له پاره په ټاکنیز پړاو کې چې په ایرلیند کې ترسره شوې وې ګډون وکړ او تر هغې وروسته ئې دې جام ته لاره وموندله.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش