1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان: افغانستان مو له طالبانو سره سولې ته هڅولی

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

پاکستان وایي چې کابل یې له طالبانو سره د سولې نویو خبرو اترو ته هڅولی دی. د دې هیواد په حواله د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې وروستی تړون کیدای شي طالبان هم له دې بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

https://p.dw.com/p/2RVo1
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هیواد یې تل په افغانستان کې د سولې راتلو او تاوتریخوالي ختمیدو غوښتنه کړې ده او د دې بهیر ملاتړ یې کړی. دغه څرګندونې تر هغه لږ وروسته کیږي چې د ګاردین انګلیسي ورځپاڼي د یوه رپوټ په حواله افغان چارواکو په قطر کې د طالبانو له یو شمیر استازو سره پټې خبرې اترې کړې دي.

پاکستان تیر کال د افغانستان د سولې خبرو اترو د یوه بهیر د لومړۍ غونډې کوربه وو. خو دغه بهیر، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو سره له ناکامي سره مخامخ شو.

کابل ډیر وخت پر پاکستان باندې تور لګوي چې یا خو د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري نه کوي او کله هم د دې بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې د یوه باثباته افغانستان پلوي دي.