1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: اوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Tv6

د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې نن سهار وختي د گجرات په ښار کې نامعلومه وسله کسانو د اردو پر یوه پوځې اډې باندې د ډزو په پایله کې د اردو شپږ تنه سرتیري او یو پولیس وژل شوی دئ. د امنیتي کړیو په حواله برید کوونکي چې په موټر سایکل او یو وړوکي موټر کې سپاره وو نن سهار وختي دغه برید تر سره کړی دئ. د گجرات په ښار کې د تیره شپه د پاکستان سخت دریځه مذهبي ډلو په زرونو لاریون کوونکي د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو له امله د دولت پر ضد په احتجاج لاس پورې کړی دئ. خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه برید کوونکي له دغو ډلو سره کوم تړاو لري او که نه.