1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او افغانستان گډه سرحدي سروي پېل کړه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د پاکستان او افغانستان ځواکونو تر منځ تر سرحدي نښتې وروسته د دواړو هیوادونو چارواکو په سرحدي سیمه کې یوه گډه جیولوژیکي سروې پیل کړې ده. ویل شوي چې تر نښتې وروسته د دواړو هیوادونو چارواکي په دې هکل توافقه ته رسیدلي ول.

https://p.dw.com/p/2cawX
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دواړه اړخونو تیره اوونۍ تر سرحدي نښتې وروسته د کلیو په هکله د یوې جیولوژیکي سروې د تر سره کولو پر سر راضي شوي ول، څو «اختلافات له منځه یوسي.»
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کاشف نبي، په نوم یوه ځایي چارواکي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ټیمونه چې پکښې پوځي افسران هم شامل دي د دوشنبې په ورځ دغو سرحدي کلیو ته رسیدلي دي او په «ملگرتیا» سره کار کوي.

د نوموړي چارواکي په خبره وضعیت آرام دی، خو په وینا یې په سیمه کې سرحدي لار لا هم تړلې ده.

د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کندهار او چمن په سیمه کې پوله له څو کلیو تیریږي. د پاکستان د سرحدي ځواکونو ویاند خان واسع د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په دوو کلیو کې سرحدي پوله نامشخصه ده.

د اغیرمني شوې سیمې اداري مشر قیصر خان ویلي دي چې دواړو هیوادونو خپل ټیمونه وراستولي دي. خو د دواړو هیوادونو د پوځي چارواکو تر څو ناستو وروسته هم سرحدي لار په څلورمه ورځ هم تړلې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، خبریالانو ته ویلي دي چې هیڅ کوم اړخ «زموږ د دواړو هیوادونو تر منځ تاوتریخوالی او یا انساني زیان نه غواړي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دیپلوماسي باید پر دې باندې برلاسي شي چې «سوتفاهم له منځه وړلا شي او بیرته باور» رامنځ ته کړی شي. خو بیا هم د اسلام آباد دا ادعا تکرار کړه چې لومړی ډز افغانستان کړی دی.

هغه هیله ښوولې چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه موضوع د ځایي او همداشان د لوړې کچې قوماندانانو تر منځ د ناستو په ترڅ کې حل شي.

د دغه خونړۍ نښتې د رامنځ ته کیدو دلیل دا وو چې د پاکستان د سرشمیرنې یو ټیم چې پوځیانو بدرگاوه د افغانستان له نظره د پولې بلې غاړې ته یې کار پېل کړ. خو د پاکستان حکومت او چارواکي دا خبره ردوي.

پاکستان ادعا کوي چې افغان ځواکونو د پاکستان د سرشمیرنې پر ټیم او د هغوی سره مل پوځیانو باندي فیرونه کړي دي او دوه عسکر او نهه ملکي کسان یې وژلي دي.

اسلام آباد همداشان ادعا کړې ده چې په ځوابي عمل کې د افغان ځواکونو۵۰ تنه وژل شوي دي. خو کابل بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې یوازې دوه سرحدي پولیس او یو ملکي کس وژل شوی دی.