1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او ایران د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

پاکستان او ایران د جمعې په ورځ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې دغه دواړه هیوادونه به د افغانستان په مشرۍ د سولې له یوه بهیر سره کلک ملاتړ وکړي چې د افغانستان لس کلنه شخړه پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/144n4
انځور: AP

افغان، ایراني او پاکستاني مشرانو په ګډه د سیمه یزو ستونزو د له منځه وړلو پر سر موافقه وکړه. په دغه غونډه کې د سیمې د یو شمیر ستونزو له کبله پر متحده ایالاتو هم په غیر مستقیم ډول نیوکي وشوې.

که څه هم د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو نوم وا نه خیست خو هغه وویل چې په سیمه کې ستونزې د نورو لخوا رامنځ ته شوي دي. هغه وویل: «ټولي ستونزې له بهر څخه سمیې ته راځي. هغوی نه غواړي چې زموږ ملتونه پر مختګ وکړي.»

د پاکستان ولسمشر هم وویل چې د ایران او پاکستان تر منځ اړیکې به د کوم بل هیواد د فشارونو تر تأثیر لاندې را نه شي. هغه همدا راز زیاته کړه چې پاکستان به له ایران سره د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د ګازو د پایپ لاین د غځولو پروژه عملي کړي.

افغان ولسمشر هم له پاکستان څخه د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د خبرو پر ځای باید عمل وشي.

په اسلام آباد کې د پاکستان، افغانستان او ایران د غونډې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې د جګړې ختمول دي. په پلان کې ده چې په افغانستان کې میشت ټول بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته له دغه هیواد څخه ووځي او د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه به خپله افغانانو ته وسپاري.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل چې دغه درې واړه هیوادونه غواړې چې پخپل منځ کې اړیکي لا ټینگې کړي او د هغو کسانو چې غواړي د مداخلې په کولو سره گټه واخلي مخه ونیسي.

افغان ولسمشر هم وویل چې ایران، افغانستان او پاکستان باید پر داسې عملي مسائلو خبري وکړي چې په ترڅ کې ئې په سیمه کې فرصتونه او گواښونه وپیژندل شي.

پاکستاني ولسمشر د افغانستان په جگړه کې د خپل هیواد د پوځيانو ونډه په کلکه رده کړه خو ويویل چې په پاکستان کې د ۱۹۸۰ کلونو څخه پاته شوي ځنې ډلې شته چې له دغه هیواد څخه د افغانستان په جگړه کې برخه اخلي.

هغه وویل: «زه نه شم کولای چې له دې موضوع څخه انکار وکړم چې په پاکستان کې د روسانو پر ضد د جگړې د وخت ځنې پاته شونې شتون لري.»

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، فرانس پرس)
کتونکی: نسیم صابر