1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او هندوستان د سیاچین په اړه خبري پیلوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چي د روان کال د جون د میاشتي له ۱۱ تر ۱۲ نیټې پوري به پاکستاني چارواکي په اسلام آباد کي له هندوستان سره د سیاچین د سیمې پر سر خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/14tdt
انځور: AP

د هندوستان او پاکستان سرتیري له ۱۹۸۰ کال راهیسي په دغه سیمه کي میشت دي. خو په دې ځای کي د دواړو هیوادونو د ځواکونو حضور ته د پای ټکي د ایښودو غوښتني له هغه وروسته ډیري شوي دي، چي د روان کال د اپریل د میاشتي پر اوومه نيټه واوري ښویدني ۱۲۹ پاکستاني سرتیري او ۱۱ ملکي وگړي لاندي کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم احمد خان، د فرانسې خبري آژانس ته د جمعې په ورځ وویل چي دغه خبري اتري به د بهرنیو چارو د وزارتونو د معاونینو په سطح وي. هغه زیاته کړه چې سیاچین هم د بحث د موضوعګانو په ډله کي دئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: «موږ غواړو چې ټولې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړو. د سیاچین موضوع د دواړه هیوادونو له پاره د اندیښه وړ ده او موږ له همدې کبله غواړو چې ورباندې خبرې وکړو.»

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني، تیره میاشت د سیاچین د سیمې پر سر د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه او ویویل چې له دغې سیمې څخه باید پوځیان راوایستل شي. د دې سیمې په اړه د پاکستان او هندوستان مخکینۍ خبرې اترې پرته له کوې پایلې پای ته رسیدلې دي.

کیانې تیره میاشت په سیمه کې د پاکستان او هندوستان په سوله ییز حضور باندې ټینگار کړی وو. هغه دا خبره د پاکستاني سرتیر او ملکي وگړو تر وژل کیدو وروسته کړې وه.

په روانې اونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای پر پاکستان غږ وکړ چې پر ترهگرو ډلو باندې فشارونه لا پسې ډیر کړي. دغو چارواکو وویل چې د پاکستان خاوره باید د ترهګرو له خوا په نورو هیوادونو کې د بریدونو د ترسره کولو په موخه و نه کارول شي.

واشنګټن په دې باور دﺉ چې د پاکستان او هندوستان تر منځ ښې اړیکې د افغانستان په ګډون د سیمې په نورو هیوادونو کې هم شرایط ښه کولای شي. امریکا په خاصه توګه اوس ځکه غواړي چې هندوستان او پاکستان سره ښې اړیکې ولري چې امریکایي ځواکونه اوس له افغانستان څخه وتلو ته تیاري نیسي.

پاکستان او هندوستان تر اوسه پورې درې وارې له یو بل سره جګړه کړې ده. اوس هم ډیر وخت د دواړو هیوادونو اړیکې د بیلابیلو لاملونو له کبله ترینګلې وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل