1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بمي چاودني ۵۵ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د پوليسو په وينا د پنجشنبې په ورځ يو ځانمرګي بريدګر د پاکستان په شمال لويديځ ايالت کي د دولت پلوه يو سياسي ګوند د غړي د جنازې په مراسمو کي ځان الوزولی، چي په ترڅ کي يي ۲۰ تنه وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/12ZmF
انځور: AP

د لويردير، سيمه، چي دغه پيښه پکښي رامنځ ته سوې د افغانستان پولي ته څيرمه پرته ده. په دغه پيښه کي لږ تر لږه ۳۵ تنه ټپيان سوي هم دي.

 

د پوليسو يو چارواکي، سليم مروت، رويټرز خبري آژانس ته ويلي:

 

« دا يو ځانمرګي بريد وو، او پيښه هله رامنځته سوه کله چي خلکو د جنازي لمونځ ادا کوه.»

 

پاکستاني طالبانو په نږدې وخت کي د دولت پر پلويانو باندي په خپلو بريدونو کي ډيروالی راوستی. تيره ورځ هم د پاکستان د خيبر پښتونخوا مرکز پيښور ته څيرمه د ښوونځي پر يو سرويس هم ډزي سوي وې، چي په پايله کي يې د موټر چلوونکو په شمول د ښوونځي ۴ تنه ماشومان هم وژل سوي ول.

 

د دغي پيښه پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستي وه او ويلي يي ول، چي پر موټر يي ځکه بريد کړی، چي په موټر کي سپاره ماشومان د هغه قبايلي مشرانو اولادونه وو چي د دولت ملاتړي دي.

 

د روان کال د اګست په ۳۱مه نيټه د پاکستان په قبايلي سيمه، باجوړ، ايجنسي کي هم طالبانو د مومند قبايلو هغه ماشومان چي د اختر د خوښيو د لمانځلو لپاره د افغانستان پولي ته څيرمه غرونو ته په ميلي وتل ول، د پاکستاني طالبانو له خوا نږدې۲۰ تنه ونيول سول او ځيني نور ترينه په تيښته بريالي سول.

 

طالبان اوس د دغه برمته سوو کسانو په مقابل کي د خپلو بندي طالبانو د راپريښودولو غوښتنه کوي.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل