1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان به په یوه ناکامه حکومت بدل نه شي»

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه

پاکستانی کارپوه رحیم الله یوسفزی، وایي چې که څه هم پاکستان یو بې ثباته هیواد دی، خو په یوه ناکامه هیواد باندې به بدل نه شي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې د پنجشنبې په ورځ بیلابیلو چاودنو له ۱۳۰ څخه زیات پاکستانیان ووژل.

https://p.dw.com/p/17I2M
انځور: dapd

پاکستانی ژورنالیست او د دغه هیواد د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي، د جمعې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان به په یوه ناکامه حکومت باندې بدل نه شي. هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم چې که څه هم پاکستان سترې اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزې لري خو پر دې سربیره هم د دغه هیواد ډیری برخې باثباته دي.»

یوسفزي د پاکستان د حکومت د نه ړنګیدو لاملونه د دې هیواد پیاوړی پوځ او قضايي قوه وبلله. هغه وویل: «پاکستان ډیر پیاوړی پوځ، اتومي وسلې، دموکراتیک حکومت، پارلمان، قوې او فعاله رسنۍ او قضایي قوه لري.»

پاکستان چې یو اتومي وسله لرونکي هیواد دي له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی. په دې هیواد کې مذهبې نښتې روانې دي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ یې په پایله کې له سلو ډیر کسان ووژل شول.

د پاکستان کورنیو ستونزو ته په کتو سره نړیواله ټولنه د دغه هیواد د اتومي وسلو په اړه اندیښنه لري او له دې ویریږي چې نه شي کوم وخت دغه وسلې د ترهګرو لاس ته ولویږي.

خو ښاغلي یوسفزي وویل چې پر ستونزو سربیره د پاکستان ډیرې برخې په نسبې ډول باثباته دي. هغه زیاته کړه: «پاکستان ډیر بې ثباته هیواد دی. په دې هیواد کې ډیرې داسې وسلوالې ډلې شته چې د دولت پر ضد په جګړه بوختې دي... خو زه دا خبره نه شم منلای چې پاکستان دې د سومالیا په څیر یو ناکامه هیواد وي‎. په بلوچستان ایالت او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې امنیتي ستونزې شته، خو د دې هیواد نورې برخې په نسبې ډول باثباته دي.»

دغه پاکستاني ژورنالست ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک د راتلونکې له پاره هیله لري دي. هغه دې خبرې ته اشاره وکړه چې که څه هم په پاکستان کې څو وارې سیلابونه راغلي دي او په دغه هیواد کې یاغیان فعالیت لري، خو بیا هم د پاکستان ولس له حالاتو سره مبارزه کوي. ښاغلی یوسفزی زیاته کړه: «په پاکستان کې ډیر وارې زلزلې او سیلابونه راغلي دي. په دې هیواد کې امنیتي ستونزې هم موجودې دي، خو بیا هم خلک خپل ژوند ته ادامه ورکوي. هغوی [د پاکستان خلک] ډیر پیاوړي دي.»

خونړي بریدونه

دا په داسې حال کې ده چې یوازې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جنوري میاشتې لسمه نیټه) د پاکستان په بیلابیلو برخو کې څو چاودنې وشوې چې په پایله کې یې له سلو څخه ډیر کسان ووژل شول.

لومړۍ درې چاودنې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې وشوې‎. د کویټې د دوو چاودنو پړه چې ویل کیږي هدف یې پاکستاني شیعه مسلمانان ول، د «لشکر جهنګوي» ډلې پر غاړه اخیستې ده. ویل کیږي چې دغه ډله ډیر وخت د پاکستاني شیعه مسلمانو پر ضد بریدونه تر سره کوي. ښاغلي یوسفزي وویل چې دا خبره حیرانوونکې نه ده چې لشکر جهنګوي د کویټې د دوو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.

په کویټې کې د یوه بل برید پړه چې هدف یې پاکستاني امنیتي ځواکونه ول، د «متحدو بلوڅانو پوځ» ډلې پر غاړه اخیستې ده. دغه ډله له پاکستان څخه د بلوچستان د آزادۍ غوښتنه کوي. څلورم برید په سوات کې تر سره شو چې لا تر اوسه پورې یې کومې ډلې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د «تحریک طالبان پاکستان» ډلې چې ډیر وخت د دغه شان بریدونو له کبله ګرمه بلل کیږي له دې څخه انکار کړی دی چې د سوات د وروستي برید تر شا دې د هغوی لاس وي. خو پاکستانی ژورنالست رحیم الله یوسفزی، وایي چې ډیر ګومان کیږي چې دغه برید دې همدې ډلې تر سره کړی وي.