1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بې ځايه شوي کورنۍ بيرته خپلو کورونو ته ستنوو

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې ډېر ژر به د هغو کډوالو د بيرته ستنېدل پيل کړي چې په شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو له پيل راهيسي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي ول.

https://p.dw.com/p/1EqAT
انځور: AFP/Getty Images

د پاکستان د سرحدات وزیر عبدالقادر بلوچ، ویلي دي: «دا به ډیره سخته خبره وي چې دغه ټول کسان بیرته خپلولو کورونو ته واستول شي. موږ به د شرایط په ښه کیدو سره لا ډیر کسان خپلو سیمو ته واستوو.»

په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد عملیات د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې پیل شول چې له کبله یې نزدې یو میلیون کسان له خپلو کورونو څخه بیځایه شول.

بلوچ ویلي دي چې يو شمېر بېځايه شوي کورنۍ به په نورو سیمو کې هم ځای پر ځای شي: «موږ باید د شمالي او جنوبي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ نزدې دوه میلیونه کسان بیرته ځای پر ځای کړو.»

ویل کیږي چې د پاکستان په دغو برخو کې د القاعدې په گډون ډیري یاغي ډلې پټنځایونه لري. دغه سیمې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي چې یاغیان کولای شي دواړو هیوادونو ته تگ راتگ وکړي.

تر دې دمخه په ۲۰۰۹م کال کې هم په خیبر ایجنسي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات شوي ول. د پاکستان پوځ په وزیرسیان کې وروستي عملیات تیر کال پیل کړل چې په پایله کې یې یاغیانو ته د ډیرو تلفاتو اړولو ادعا وکړه.

په وزیرستان او د پاکستان په نورو سرحدي سیمو کې میشت یاغیان ډیر وخت له همدې ځایه پر پاکستاني ځواکونو او په افغانستان کې میشته بهرنیو او پخیله افغان ځواکونو باندي يرغلونه کوي.