1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته تر اوسه د انعام په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

امریکا د پاکستان د لشکر طیبه د مشر د موندلو او یا د هغه په اړه د معلوماتو د ورکولو له پاره د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو د انعام ټاکلی دﺉ. اوس پاکستان دا پوښتنه راولاړه کړې ده چې دغه انعام پر کوم بنسټ ټاکل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14XNs
انځور: AP

د پاکستان د کورونیو چارو وزیر رحمان ملک، ویلي دي چې په دې اړه په رسمي توگه پاکستان ته څه نه دي ویل شوي. هغه له یوه پاکستاني تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي: «په دې اړه په رسمي توگه له موږ سره کومه اړیکه نه ده نیول شوي.»

د لشکر طیبه د ډلې د مشر حافظ محمد سعید، پر سر انعام د چهار شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزات معین ویندي شیرمن، په هندوستان کې اعلان کړ. پر دغې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې د بمبې د بریدونو پړه هم وراچول کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې تر هغه وخت پورې چې پاکستان ته د دې موضوع په اړه په رسمې توګه خبر نه وي ورکړل شوی دی په دې اړه څه نه شي ویلی. د هغه په وینا که چیرې دا خبره تأید شي نو بیا دوی دا پوښتنه کولای شي چې پر کوم بنسټ دغه انعام ټاکل شوی دئ.

حافظ سعید په پاکستان کې په آزاد ډول اوسیږي او په وروستیو وختونو کې ئې په څو لویو لاریونونو کې برخه درلوده چې پکښې کې له دولت څخه غوښتل شوې وو چې افغانستان ته د ناټو اکمالاتي لاره خلاصه نه کړي. پاکستان د تیر کال د نومبر د میاشتې راهیسې افغانستان ته د ناټو پر قطارونو باندې بندیز لګولی دﺉ.

حافظ سعید  ورستې وار د پاکستان د پارلمان مخې ته د مارچ د میاشتې پر ۲۷ نیټه په یوه لاریون کې ښکاره شو. د هغه پر سر د انعام ټاکل ښایې چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې لا اوس هم ترینګلې دي.

د لشکر طیبه د مشر سربیره متحده ایالاتو د هغه پر معاون حافظ عبدالرحمان مکي باندې هم د دوو میلیونو ډالرو انعام ایښی دئ.

حافظ سیعد په ۱۹۸۰ کال کې د لشکر طیبه بنسټ کیښود. ویل کیږي چې هغه د پاکستان په مرسته دغه ډله تأسیس کړه چې په کشمیر کې له هندوستان سره وجنگیږي.

پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې د متحده ایالاتو له خوا د فشارونو په پایله کې په پاکستان کې د لشکر طیبه پر ډلې بندیز ولگاوه، خو پر پاکستان اوس هم نیوکه کیږي چې د دغې ډلې پر وړاندې ئې پوره گامونه نه دي اخیستي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش