1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د امریکايي پلاوي سفر ځنډول شوی دی

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هیواد ته د یوه جګپوړي امریکايي پلاوي سفر ځنډولی دی. د یکشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې د امریکا متحدو ایالاتو پر ضد یو احتجاج هم شوی وو.

https://p.dw.com/p/2iwKH
Alice Wells
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Adayleh

د پاکستان او افغانستان له پاره د واشنګټن د ځانګړې استازې ایلس ویلز، سفر د رواني میلادي اوونې له پاره پلان شوی وو، څو له پاکستاني چارواکو سره په اسلام آباد کې وویني.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغه سفر د ځنډولو هیڅ کوم دلیل هم نه دی ښوول شوی، خو ښایي د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له هغه څرګندونو سره تړاو ولري چې ویلي وو په پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو په هکله چپ نه شي پاتې کیدای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د پاکستان د حکومت په غوښتنه د امریکایي پلاوي سفر دواړو خواوو ته تر مناسب وخته پورې ځنډول شوی دی.»

په عین وخت کې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې پولیسو د شیعه مذهبه محصلینو مخه نیولې ده چې غوښتل یې په دغه ښار کې د متحدو ایالاتو د قونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړي. د دغه لاریون د پاشلو له پاره پولیسو له اوښکي بهیونکي ګاز څخه کار واخیست.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ، تیره اوونۍ په خپله یوه وینا کې د افغانستان او سویلي آسیا له پاره ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې واشنګټن په پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو ژر بندیدل غواړي، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د غړو چې په افغانستان کې د ځینو خرابو بریدونو له پاره ګرمه ګڼل کیږي.