1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو غوښتنه

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

د امریکا د سنا یوې کمیټې پاکستان ته د دغه هیواد د مرستو د کمیدو په حق کې رایه ورکړې ده او ګواښ ئې کړی دئ چې که پاکستان د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله خلاصه نه کړي نو نورې مرستې به هم قطع کړي.

https://p.dw.com/p/150NQ
انځور: picture-alliance/ Photoshot

د امریکا د سنا د بهرنیو مرستو د تصویب کمیټې دا پریکړه په شیکاگو کې د ناټو تر کنفرانس وروسته کړې ده. په دې کنفرانس کې نه یوازې دا چې متحده ایالات په دې ونه توانیده چې د خپلو اکمالاتي قطارونو بر مخ د پاکستان پوله خلاصه کړي بلکې د دواړو هیوادونو اړیکې لا پسې ترینگلې شوې.

پاکستان د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ له افغانستان سره خپله پوله تر هغه وروسته وتړله چې د تیر کال د نومبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه د ناټو د یوه هوایي برید په ترڅ کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

تر دې پېښې وروسته ناټو په افغانستان کې خپل اکمالات د افغانستان د نورو گاونډیو له لارې کوي خو دغه لارې د امریکا له پاره گرانې تمامیږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو مرستو د کمیټې مشر سناتور پیتریک لوهې، ویلي دي چې دغې کمیتې د ولسمشر اوباما د ادارې د غوښتنې پر اساس  له پاکستان سره په ۲۰۱۳ مالي کال کې د امریکا د ۵۸ سلنه مرستو د کمیدو په حق کې رایه ورکړې ده.

امریکايي سناتورانو له پاکستان سره د امریکا یو میلیارد ډالره مرستې چې پکښې ۸۰۰ میلیونه ډالر بهرنۍ مرستې هم شاملیږي تأیید کړي دي. خو له پاکستان سره «د یاغیانو سره د مبارزې به برخه کې مرستې» یوازې ۵۰ میلیونه ډالرو ته راټیټې شوې دي. سناتور پیتریک ویلي دي چې پاکستان ته د دغو مرستو ورکول د پولې له پرانیستلو سره تړلي دي. هغه زیاته کړې ده: «موږ داسې یوه ملگري ته پیسې نه ورکو چې له موږ سره ملگرتیا نه کوي.»

له یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې مرسته څو کاله مخکې رامنځ ته شوې ده چې هدف ئې د پاکستان د ځواکونو روزل او د هغوی تجهیزول دي.

د سنا د فرعي کمیټې دغه پریکړه باید د امریکا د سنا عموي غونډه تصویب کړي چې په یوه قانون بدله شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په سنا کې پر پاکستان باندې نیوکې او پر دغه باندې د مرستو د بندولو غوښتنې اوس ډیرې شوې دي. دغو غوښتنو هغه وخت زور واخیست چې د القاعدې د ډلې مشر اسامه بن لادن، د پاکستان به ایبټ آباد، کې ووژل شو.

پاکستان په وروستیو کلونو کې یو له هغو هیوادونو څخه دئ چې له امریکا متحده ایالاتو څخه ئې ډیرې مرستې تر لاسه کړي دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسي د متحده ایالاتو سنا پاکستان ته د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو مرستو ورکول تصویب کړي دي.

متحده ایالاتو تیر کال پر پاکستان باندې خپلې ۸۰۰ میلیونه ډالره مرستې ودرلولې. امریکايي چارواکي وایي چې کیدای شي دغه مرستې یو ځل بیا پیل شی که پاکستان د ترهگرۍ ضد عملیاتو پر وړاندې لا ډیر تعهد ښکاره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم