1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د امریکا سفیر کوټي ته رسیدلی

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

پاكستان ته د امريكا سفير، كېمرون منټر، په يوه ناڅاپي سفر كوټي ته رسیدلی او په دي ځای كي يي له سركاري چارواكو سره خبرې اتري كړي دي. تر دي وړاندي هم منټر كوټي ته راغلى وو او له يو شمېر پښتنو مشرانو سره يې ليدلي وو

https://p.dw.com/p/12BJO
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance / dpa

پاكستان ته د امریکا متحده ایالاتو سفیر، كېمرون منټر، په داسي حال كې كوټي ته په يوه ناڅاپي سفر رسیدلی چي تر دي څلور مياشتي وړاندي يي هم په دغي سیمي كې له قومي مشرانو سره خبري كړي وي.

كېمرون منټر د بلوچستان ايالت د ايالتي اسمبلۍ له وياند، اسلم بهو تاني، سره تر ليدو كتو وروسته په يوي خبري غونډي كي وويل چي پاكستان په خاصه توګه د بلوچستان ايالت د امريكا له پاره د ډېر اهميت وړ دی.

كېمرون د خپل د سفر په ترڅ کي د بلوچستان د ايالت له اعلى وزير، محمد اسلم رييساني، سره ليده كاته وكړه.

سرچېنې دا خبره هم كوې چې اسلم رييساني كېمرون ته ډاډ وركړ چې ملاعمر او يمن الظواري په كوټه كې نه سته او د كوټي شورا كوم وجود نه لري.

اسلم رييساني د متحده ایالاتو د سفیر سره په خپلو خبرو کي دا هم ويلي چې بعضي عناصر په كوټه كې مذهبي تاو تريخوالي خوروي خو د بلوچو او پښتنو تر منځ هيڅ اختلافات نه ليدل كېږي.

په پاكستان كې د امريكا د متحده ايالاتو سفير، كېمرون منټر، د روان كال د اپرېل د مياشتې په اته ويشته نېټه هم كوټي په يوه لنډ سفر په دې موخه رسیدلي وو چې په سيمه كې د ترهګرۍ مخه ونيول شي.

پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو سفیر په داسی حال کي کوټي ته رسیږي چي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي تر بل هر وخت ترنګلي شوي دي.

په وروستیو کي امریکا په وار وار د پاکستان د حکومت څخه غوښتی چي په دغه هیواد کي د ترهګرو په وړاندي پوځي عملیات په لاره واچوي.

دویچه ویله/ حبیب الرحمن تاثیر
کتونکی: مسعود جهش