1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پاکستان ته د یوه لنډ سفر په ترڅ د دغه هیواد له لومړي وزیر نواز شریف سره ولیدل. دواړو مشرانو په سوریې کې د«اسلامي دولت»ډلې پر وړاندی د روانو پوځي عملیاتو او نورو مسائلو په هکله خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/1G8cj
انځور: imago/Xinhua


د ترکیې ولسمشر د شنبې په ماښام د یوه نا اعلان شوې سفر په ترڅ کې پاکستان ته تللې وو. د پاکستان لومړي وزیر هغه ته د اسلام آباد په نور خان هوایې ډگر کې هرکلۍ وکړ. دغه ملاقات چې دوه ساعته یې دوام پيدا کړ دواړو مشرانو د مختلفو موضوعاتو پر سر سلا مشورې وکړئ.


د پاکستان د دولتي راډیو په حواله دواړو مشرانو اسلامي هیوادونو ته د ورپيښو ننگونو په هکله بحث وکړ.
پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر په داسې یو وخت کې ترسره کیږي، چې د دغه هیواد پوځي ځواکونه د گاونډي هیواد عراق په شمالي سیمو کې د کردستان د کارگر گوند PKK جنگیالي په نښه کوي. د دې ترڅنگ دغه هیواد(ترکیه) په سوریه کې د«اسلامي دولت» ډلې پر ضد هم پوځي عملیات پيل کړي دي.


د پاکستان یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د آلمان خبري آژانس (dpa) ته ویلي دي چې پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر هدف دا وو چې په سوریې کې د یاغیانو د ځپلو له پاره د ترکیې له خوا د روانو پوځي عملیاتو په برخه کې د اسلام آباد حکومت اعتماد ترلاسه کړي.


نوموړي چارواکي زیاته کړی ده: د انقرې حکومت کوښښ کوي چې په دې برخه کې د انډونیزیا، مالیزیا او پاکستان په څیر هیوادونو اعتماد ترلاسه کړای شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزات په حواله اردغان د انډونیزیا تر سفر وروسته د شنبې په ماښام پاکستان ته ورسید. اردوغان په پاکستان کې تر دوه ساعته پاتې کیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو. دا خبره مهمه ده چې لویدیځ په سوریې کې د ترکیې له خوا په ترسره کیدونکو هوایې عملیاتو شک لري. د اردوغان په ښئ اړخې حکومت تور لگول کیږي چې د هغو جنگیالیو پر ضد د عملیاتو په برخه کې ناغیړي کوي، کوم چې د ترکیې له لاری سوریې او عراق ته د تللو هڅه کوي.


خو د پاکستاني حکومت د دغه لوړ پوړي چارواکي په خبره اردوغان د جهادیانو له پلوه دغه هیواد ته د متوجه گواښونو په مقابل کې د خپل هیواد ژغورلو ته ژمن دی.

Tayyib Erdogan Premierminister Türkei Besuch in Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa


د پاکستان د دولتي راډیو په حواله نواز شریف او اردوغان د خپلمنځي سوداگرۍ د مسائلو په هکله هم خبرې وکړې. د دواړو مشرانو تر لیدنې کتنې وروسته شریف وویل چې د اردوغان سره د خپلو لنډو خبرو اترو په ترڅ کې یې د سوداگریزو همکاریو د لا زیات پراخولو پر سر یې خبرې کړي.

دواړو مشرانو یو بل ته د لا زیاتو دوه اخیزه دفاعي همکاریو په هکله هم ډاډ ورکړ. ویل کیږي چې ولسمشر اردوغان او نوازشریف دواړو ویلې دي چې په دې وخت کې مسلمان امت ته د ورپيښو چلنجونو او ننگونو سره د مقابلی په برخه کې به گډ کوښښونه وکړي.


د دغه ملاقات په وخت کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر، د مالیې وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف، د پنجاب وزیر اعلیٰ شهباز شریف، او د بهرنیو چارو وزارت سلاکار طارق فاطمي هم موجود ول.