1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته له افغان پلاوي څخه لوړه تمه نه کیږي

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

یو لوړپوړی افغان پلاوی د دوشنبې په ورځ د سولې د خبرو اترو په موخه په یوه درې ورځیني سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی. خو ځینې څیړونکي په دې اند دي چې په دغه خبرو اترو کې د طالبانو د شمولیت پرته ډیر پرمختگ نه شي کیدای.

https://p.dw.com/p/16i7t
انځور: picture-alliance/dpa

د دې پلاوي ‎مشري صلاح الدین رباني کوي. دا پلاوې به په راتلونکو ورځو کې د پاکستان د سیاسي گوندونو له مشرانو او همداشان د دغه هیواد د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني، سره وویني.

د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف، د دوشنبې په ورځ له افغان پلاوي سره ولیدل. د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې هغه «پرویز ارشف» هیله څرگنده کړې ده چې د دغه پلاوي سفر به «د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لا نزدې کولو له پاره لاره هواره کړي.»

په بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «په پاکستان کې په دې اړه عمومي توافق لیدل کیږي چې افغانستان او پاکستان باید په سیمه کې د سولې له پاره په گډه کار وکړي.»

تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د سولې په بهیر د پاکستان نقش مهم بلل کیږي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرې اترې کابو یو کال تر مخه هغه وخت وځنډول شوې چې د افغانستان د سولې د عالي شوری مشر برهان الدین رباني، په کابل کې په خپل کور کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ووژل شو.

تر دې پېښې وروسته افغان چارواکو ادعا وکړه چې د برهان الدین رباني د وژلو پلان په پاکستان کې جوړ شوی وو او پخپله برید هم د یوه پاکستاني وګړي له خوا پلان شوی وو. خو اسلام آباد بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي چې پر یو بل باندې بدگماني او بې باوري د دواړو گاونډیو هیوادونو تر منځ اړیکې سختې زیانمنې کړې دي او کابل اسلام آباد د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

له دې سفر څخه لوړې تمې نه کیږي

پاکستانی ژورنالیست او د افغانستان د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی، په دې اند دی چې دغه سفر به کومې خاصې لاس ته راوړنې و نه لري. هغه د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وویل:

«اصلي ستونزه دا ده چې افغان دولت لا تر اوسه پورې له طالبانو سره اړیکه نه لري. حتی صلاح الدین رباني هم د نوموړې شوری د مشر په توگه تر ټاکل کیدو راهیسې په دې نه دی توانیدلی چې له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړي. نو دا څنگه ممکنه ده چې په داسې یوه وضعیت کې چې د سولې شورا له طالبانو سره اړیکې نه لري دغه سفر لاس ته راوړنې ولري؟»

د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ لومړنۍ خبرې اترې چې په دوحه کې پیل شوې وې د روان کال په مارچ میاشت کې هغه وخت وځنډیدي چې امریکا د طالبانو هغه غوښتنه چې د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی پنځه تنه زندانیان ازاد شي، و نه منله.

رحیم الله یوسفزی وایي که څه هم پاکستان پر طالبانو یو څه نفوذ لري خو دا خبره غیر واقعیبنانه ده چې پاکستان کولای شي وسله وال سله په سلو کې خبرو اترو ته قانع کړي. یوسفزی وایي چې د دې کار له پاره باید په لومړي سر کې متحده ایالات د باور فضا رامنځ ته کړي.

«د حقاني ډله د طالبانو په چوکاټ د سولې خبرو ته چمتو ده»

د حقاني شبکې یوه غړي د سه شنبې په ورځ وویل چې د حقاني ډله د طالبانو د ډلې په چوکاټ کې له امریکایانو سریه د سوله کولو پر سر غور کوي. د حقاني شبکې دې غړي له یوه نامعلو ځای څخه د تلیفون پر کرښه د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «که چیرې مرکزي شوری چې مشري یې د ملا عمر پر غاړه ده، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو پریکړه وکړي نو موږ یې هر کلی کوو.»

افغان حکومت او نړیواله ټولنه تل پر طالبانو او نورو یاغي ډلو باندې د سولې غږ کوي خو دغه ډله یې تل منفي ځواب ورکوي.

سید ریاض (Reuters, AF)
کتونکی: مسعود جهش