1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته مخکي له مخکي شرطونه وړاندي سول

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه

افغان حکومت وايي، چي له پاکستان سره ئې د ستراتيژيک سند د لاسليکولو له پاره د هغه هيواد چارواکو ته مخکي له مخکي شرطونه وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/16uQT
انځور: DW

په دغه مخکي له مخکي شرطونو کي راغلي دي، چي پاکستان بايد له تروريزم سره په مبارزه، د دواړو هيوادونو ترمنځ ترانزيتي موافقتنامې او سولي پروسې په برخه کي صادقانه همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲) په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل، چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته په خپل وروستي سفر کي د دغه هيواد و بهرنيو چارو وزارت ته د ستراتيژيک سند د مسودې طرحه وړاندي کړې ده.

موسي زي وويل: «مخکي تر دې چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د پراخو ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک سي، لازمه ده، چي پر اساسي لومړيتوبونو باندي چي د افغانستان او پاکستان په اړه موجود دي، عملي پرمختگونه وسي او نتيجې ئې په لاس راوړل سي.»

د افغانستان دولتي چارواکي وايي، چي د تروريستانو او وسله والو طالبانو پټنځايونه د پاکستان په قبائيلي سيمه کي دي، او له هغه ځايه په افغانستان کي د ځانمرگو او وسله والو يرغلونو پلانونه جوړوي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران
د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانانځور: AP

خو پاکستان دغه تورونه ردوي. پاکستان د سوداگرۍ په برخه کي هم له افغانستان سره د نظر اختلاف لري. د دغه دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ د موافقې له مخي افغان سوداگر بايد د واگې بندر ته لاس رسی ولري، چي له هغه ځايه هند او له هنده افغانستان ته مالونه ولېږدوي. خو په عمل کي دغه موافقتنامه له سترو خنډونو سره مخامخ ده.

پاکستان له افغانستانه غوښتي ول، چي له دغه هيواد سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي، خو د پاکستان دغه غوښتنه په افغانستان کي له سخت غبرگون سره مخامخ سوه.

د افغانستان د پارلمان استازو ويلي دي، چي پاکستان د افغانستان په اړه سياستونو کي صادق نه دئ او هره ورځ افغانستان ته ځانمرگي بريدگر لېږي.

خو پاکستان ته د سولي د عالي شورا د پلاوي تر سفر وروسته يو شمېر افغان چارواکي هيله من دي چي پاکستان به له تروريزم سره په مبارزه کي عملي گامه پورته کړي.

پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير د سفر پرمهال دغه هيواد ومنله چي په پاکستاني زندانونو کي ټول طالب بنديان به آزاد کړي.

پاکستان د افغانستان دغه غوښتنه ومنله، خو تر اوسه پوري د سولي عالي شورا چارواکو دا نه دي ويلي، چي هغه نور بندي طالبان چي څو ورځي مخکي له پاکستاني زندانونو څخه آزاد سول، د سولي پروسې په پرمخ بېولو کي څونده مرسته کولای سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل