1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د آی ایس آی نوی مشر وټاکه

۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبه

پاکستان د خپلي بانفوذه پوځي استخباراتي ادارې (آی ايس آی) نوی مشر جنرال نويد مختار ټاکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې همدا دوې اوونۍ مخکي د پوځ په مشرتابه کې هم بدلون راغلی.

https://p.dw.com/p/2U7eF
Pakistan Naveed Mukhtar
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/S. Adil

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې ډګر جنرال نويد مختار، به د پاکستان د څارګري ادارې د نوي مشر دنده پر غاړه واخلي او د جنرال رضوان اختر، چې د ملي دفاع پوهنتون مشري به وکړي، ځای ناستی به شي.

همدا راز د پاکستان د پوځ د عامه اړيکې ادارې مشر جنرال عاصم باجوه، د وسلو د تفتیش د عمومي مشر په توګه ګومارل شوی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې ډګر جنرال بلال اکبر، د ځمکني پوځ رئيس ارکان ټاکل شوی دی.

لومړي وزیر نواز شريف، د نومبر مياشتي پر ۲۶ نيټه جنرال قمر جاويد باجوه، د پوځ د پخوانی مشر راحيل شريف، پر ځای وټاکه. راحيل شريف ته د پاکستان په امنیتي وضعيت کې د پام وړ ښه والي او د افراطي اسلامپالو ډلو د ځپلو په سبب په درنه سترګه کتل کيدل.

د پاکستان پوځ په دغه هيواد کې تر ټولو بانفوذه اداره چې د دغه هيواد له جوړيدو راهيسې يې په ټول ۶۹ کلن تاريخ کې اوږده موده واک په لاس کې لرلی دی او حتی تر ملکي ادارې لاندي هم پراخ واک لري.

همدا راز د آی ايس آی مشر هم يو تر ټولو بانفوذو کسانو څخه بلل کيږي. د پاکستان پر څارګري دارې تل د ګاونډيو هيوادونو له خوا د تندلارو وسله والو د ملاتړ تور لګول کيږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ تل دغه ډول تورونه در کړي دي.

د آی ایس آی نوی ګومارل شوی مشر جنرال نويد مختار، تر دې دمخه د کراچۍ د قول اردو عمومي قوماندان وو او د هغه دمخه یې په پلازمينې اسلام آباد کې په آی ايس آی اداره کې د ترهګرۍ ضد څانګي مشر هم وو.