1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اسامه بن لادن په پېژندنه کې ښکیل ډاکټر نه آزادوي

۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو یو وار بیا ټینګار کړی چي، هغه ډاکتر به آزاد نه کړي چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن د ځای په موندلو کې مرسته کړې وه. دوی ويلي دي چي هغه به امریکا ته هم و نه سپاري.

https://p.dw.com/p/2Vxwr
Pakistan Gefängnis
انځور: Reuters

ډاکټر شکیل افریدي، د امریکایي چارواکو له خوا د یوه اتل په توګه ستایل شوي دي، خو پاکستاني ځواکونو بیا هغه د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته، بندي کړی دی.

پاکستان پر افریدي باندي د واکسین په پلمه د اسامه بن لادن د «دي ان اې» په ترلاسه کولو او بیا د امریکا استخباراتي سازمان «سي آی اې» ته د هغه په سپارلو تورن کړی دی. امریکایانو د همدې معلوماتو له مخې ځان ډاډه کړ چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې اوسیږي او د هغه د وژلو په موخه یې عملیات پلان کړل.

افریدی د اسامه بن لادن تر وژل کیدو لږ وروسته د چارواکو له خوا ونیول شو او ورباندي له یاغیانو سره د اړیکه لرلو تور ولګول شو. افریدي دغه تورونه رد کړي دي.

ډاکټر شکيل افرېدی
ډاکټر شکيل افرېدیانځور: dapd

د دیلي ټایمز ورځپاڼې، د پاکستان د عدلیې وزیر زاهد حمید، په حواله لیکلي دي: «قانون خپل کار کوي او افریدی به د یوې عادلانه محکمې ښه چانس ولري.»

حمید دغه خبري د خپل هیواد د پارلمان هغو غړو ته کړې دي چې دی یې د داسې رپوټو په اړه د ځواب ویلو په موخه غوښتی وو چې ګواکي پاکستان غواړي ډاکټر افریدی آزاد کړي.

د پاکستان د عدلیې وزیر زیاته کړې ده: «افریدي د قانون او زموږ د ملي ګټو خلاف کار کړی دی. د پاکستان حکومت په وارو وار امریکا متحدو ایالاتو ته ویلي دي چې زموږ د قانون له مخې هغه یو جرم کړی دی او باید قانون ته غاړه کښېږدي.»

افریدي په ۲۰۱۲م کال کې د «لشکر اسلام» په نوم ډلي د غړیتوب په جرم په ۳۳ کاله زندان محکوم شو. دغه پریکړه بیا په ۲۰۱۳م کال کې رد شوه، خو هغه وخت بیا پر افریدي باندي د قتل تور ولگېد. دغه تور اته کاله وړاندي د یوه ناروغ په وژل کیدو پورې تړلی وو. هغه اوس هم په زندان کې د خپلې محکمې په تمه دی.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو عملیاتو ډیری پاکستانيان په غوسه کړل او د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې یې ترینګلې کړې.

تیره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحدو ایالاتو پر نوي انتخاب شوي ولسمشر دونالد ترمپ، باندي د افریدي په اړه د څرګندونو له کبله نیوکې وکړې. ترمپ ویلي ول چې هغه به «په دوو دقیقو کې افریدی آزاد کړي».

نور مطالب