1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افراطینو پر ضد سخته تګلاره عملي کوي

عبدالباري حکيم (بوروفسکا موش)۱۳۹۳ دی ۷, یکشنبه

په دسمبر کي په پېښور کي۱۴۰ کسان د يو وسله وال بريد قربانيان شول چې زياتره يې د ښونځي زده کوونکي ؤ. دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو سخت خونړی تروریستي برید ؤ. پاکستان په غبرګون کي په سختو اقداماتو لاس پوري کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EArH
انځور: picture-alliance/dpa/AFP Photo/A.Majeed

د اعدامونو د لړۍ د درولو لپاره د نړیوالو غوښتنو سره سره پاکستان هوډ کړی چې د افراطینو پر ضد به خپله نوې نیول شوې لارې ته دوام ورکړي. ویل شوي دي چې د پاکستان په شمال کې د پوځ په عملیاتو کې د تند لارو طالبانو یو قوماندان چې د څه د پاسه یوې اونۍ مخکې په پېښور کې د پوځ په ښونځي باندي په حملې کي لاس درلود، وژل شوی دی. د پوځ دغه ادعا تر اوسه پوري د مستقلو سرچینو له خوا تصدیق شوې نه ده، ځکه په قبایلی سیمه خیبر کې چې له پېښور څخه ډيره زیاته لیری نه ده، همدا اوس هم د «تحریک طالبان پاکستان» پر ضد عملیات روان دي.

د پاکستان صدارعظم نواز شریف په خپل هیواد کې د افراطینو پرضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی. شریف په یوه تلویزوني وینا کې وویل چې په نوموړي ښونځي باندې حملې او د څه د پاسه ۱۴۰ کسانو وژلو سره طالبانو له سرې کرښې څخه پښه اړولې ده: « زه ترهگرو ته وایم چې وضعیت له څه قراره دی: ستاسو پاتې ورځې د گوتو په شمار دي. تاسې به ونه شي کړای چې چیرته پټ پاتې شي. دا ځکه چې تاسو زمونږ پر ماشومانو باندې حمله کوئ او د پاکستان راتلونکی په خطر کې اچوئ. د هغو وینو لپاره چې تاسی توی کړي دي او هغه درد او رنځ چې تاسو زمونږ ولس ته ورساوه، تاسو به یې ډير سخت ځواب تر لاسه کړئ.»

د ترهګرۍ ضد نوي اقدامات

شريف د اونۍ په سر کې د طالبانو پر ضد د یو گڼ شمیر اقداماتو اعلان وکړ. په هغو کې د ترهگرۍ ضد یو ځانگړي ځواک جوړول، د ترهگرو د مالي سرچینو وچول او د هغوی د مخابراتي سیستم ویجاړول شامل دي. سربیره پر دې د ۲۰۰۸ کال څخه را په دې خوا د اعدام د حکم د تطبیق بندیز بیرته لیری کړای شو.

د اسلام آباد د سره جماعت خطيب مولانا عبدالعزيز
د اسلام آباد د سره جماعت خطيب مولانا عبدالعزيزانځور: picture alliance/dpa/T. Mughal

کابو ۵۰۰ کسان چې د ترهگرو بریدونو په تور د مرگ په سزا محکوم شوي دي، اوس د اعدام د تطبیق له گواښ سره مخامخ دي. د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کی مون د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې خپلې دغې پریکړې کی بدلون راوړي.

د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷مه) د پاکستان د یو لوی مذهبي مشر د نیولو امر صادر شو. مولانا عبدالعزیز د اسلام اباد په مخور او نفوذ لرونکي «سور جومات» کې د امام او د دیني عالم په توگه کار کوي. هغه د خپلو تُندو خطابو او نظریاتو له کبله شهرت لري او ویل کیږي چې طالبانو ته نژدی سړی دی. هغه په خپله مدرسه کې د خپل کتابتون نوم «اسامه بن لادن» ايښی دی او په سوریه او عراق کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرۍ ډلې جنگیالي اتلان بولي.

د پاکستان د قضايي ارگان کمزوري

له یوې اونۍ را په دې خوا د نوموړي جومات په مخکې مظاهرې روانې دي، ځکه مولانا عزیز له دې څخه ډه ډه کړې چې د پېښور په ښونځي باندي د طالبانو برید په ښکاره توگه وغندي. هغه وویل: « ښه به دا وي چې دوی هغه کسان بندیان کړي چې سخت جرمونه یې کړي دي، لکه قتل او اختطاف. د دغو کسانو پر ضد لا مخکې د نیولو امر صادر شوی، خو څوک دوی نه نیسي، ځکه دا کسان د زور خاوندان دي او ښه ارتباط لري.»

وخت په وخت د پاکستان په سیاسي مخکښو کسانو او قضا باندې تور لگول کیږي چې له افراطینو سره نژدې اړیکي لري. په همدې اونۍ کې حتې په لاهور کې یوې محکمې تصمیم ونیو چې اسلام پال رهبر، ملک اسحق له زندان څخه خوشی کړي. هغه د یو نړیوال ترهگر په توگه پیژندل شوی او ویل کیږي چې په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د کرکیټ په تیم باندي د برید له طراحانو څخه ؤ. په دغه برید کې ۸ تنه ووژل شول. خو پولیس غواړي چې د لشکر جنگوي دغه مشر د قتل په یوه بله موضوع کې اعجالتا په توقیف کې وساتي. د پاکستان د قضا د کمزورۍ له امله حکومت څو ورځي مخکې تصمیم ونیو چې ترهگر وروسته له دې په یوه پوځي محکمه کې محاکمه کړي.