1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د افغانستان د تاوتریخوالي پړه پر موږ مه اچوی

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ویلي دي، د دې پر ځای چې امریکایان د خپلې ناکامې پړه پر پاکستان ور اچوي، امریکا خپله توجه باید په افغانستان کې خپل دښمن ( تندرلارو اورپکو) ځپلو ته واړوي.

https://p.dw.com/p/12cZi
د پاکستان پوځي چارواکي
د پاکستان پوځي چارواکيانځور: DW

واشنګټن د تیرې شنبي په ورځ پاکستان په دې تورن کړی و، چي د حقاني شبکي سره اړيکي لري، پر کابل د تر سره سوي برید او نورو بریدونو پړه د حقاني په ډله ور اچول کیږي. او ویلي یې وو چي اسلام آباد باید د هغوی سره خپلو اړیکو ته د پای ټکی کښيږدي.

 

یو لوړپوړي پاکستاني پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي: « هر کله چې په کابل او یا د افغانستان په کوم بل ځای کي کوم غټ برید تر سره سي، د تورونو لګولو دغه لوبه شروع سي. د دې پر ځای چي دوی پر موږ تور لګوي هغوی باید د پولي هغه غاړي د تروریستانو پر ضد ګامونه پورته کړي.»

 

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، کیمرون مونټر، د شنبې په ورځ د، ریډیو پاکستان، سره په خپلو څرګندولو کي ویلي، چي داسي شواهد سته چي د حقاني ډله د پاکستان له دولت سره اړیکي لري.

 

واشنګټن د ډیرې مودي راهیسي هغه اورپکي، چي په افغانستان کي تاو تریخوالي ته لمن وهي په دې تورنوي، چي په پاکستان کي خوندي ځایونه لري. خو پاکستان واېي، چي د ترویزم پر ضد جګړه یې پوځ ډیري زیاتي قربانی ورکړي.

 

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یولسمو پیښو راپدیخوا، چي پاکستان د تروریزم پر ضد جګړه کي د امریکا سره لاس یو کړی، تر اوسه یې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیرو پدغه جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: نجیب الله زیارمل