1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان پر ضد احتجاج کړی

۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، وروسته له هغي چي د افغانستان له خاوري څخه د سل ګونو وسلوالو کسانو له خوا د د هغه هیواد په سرحدي سيمه کي 25 پاکستاني سرتيري ووژل سول، اسلام آباد د کابل پر ضد احتجاج وکړ.

https://p.dw.com/p/12Ovt
ولسمشر حامد کرزي او آصف علي زرداري
ولسمشر حامد کرزي او آصف علي زرداريانځور: dapd

د پاکستان پوځ د دې حملي ملامتيا پر افغان او ناټو ځواکونو اچولې ده، چي هدف يي د « د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو خړ پړ کول دي.»

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندي، تمينه جونيجو ويلي چي:« د افغانستان د سفارت د چارو مسوول نن ورغوښتل سوی ترڅو هغه ته  له کنړ او نورستان څخه د بريدونو پر ضد احتجاج ليک وسپارل سي.»

 

هغې وويل چي د افغانستان د چارو مسوول ته هغه پيغام ورکړل سو، چي پکښي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولي د تينګښت او په سرحدي سيمو کي د ترهګرو  پر ضد د ګډو اقداماتو غوښتننه سوي ده.»

 

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندي زياته کړه. «د ترهګرو فعاليتونه د پاکستان او افغانستان د حکومتونو او خلکو د انديښني وړ مسايل دي. هغوی ته به وروسته له دې اجازه ور نه کړل سي، چي په ګډه پوله کي په داسي بي شرمانه حملو لاس پوري کړي».

 

د پاکستان د پوځ په وينا پاڼه کي راغلي دي: « 200 تر 300 پوري ترهګر چي په افغانستان کي ديره دي د پاکستان په شمال لويديځ کي د چترال په سيمه کي د پاکستان د سرحدي چوڼي پر مليشه يي ځواک باندي د شنبه په سهار وختي حمله وکړه.»

 

د پاکستان د پوځ له خوا د «ترهګرو» اصطلاح معمولاً د طالبانو او القاعدي لپاره استعماليږي. نوموړی پوځ وايي چي په هغو کي پاکستاني او افغان وسلوال جنګيالي شامل ؤ.

 

د پاکستان د پوځ په پاڼه کي راغلي دي چي د هغوی په بريد کي 25 پاکستاني سرتيري وژل سوي دي. پاڼه زياتوي چي د بريد کونکو څخه 20 تنه يي وژل سوي.

 

د پاکستان پوځ وايي چي ګمان کيږي، په حمله کونکو کي د سوات د دري د يو ديني عالم، مولانا فضل الله، کسان هم شامل ؤ. ويل سوي، چي مولانا فضل الله  په سوات کي د پاکستان د پوځ له عملياتو څخه وروسته افغانستان ته تښتيدلی دی.

 

د پاکستان د پوځ په اعلاميه کي راغلي دي:« وروسته له هغي، چي هغوی پاکستاني طالبان له خپل وطن څخه وشړل، هغوي کنړ او نورستان ته وتښتيدل او د ځايي چارواکو په مرسته  اوس په داسي حملو لاس پوري کوي.

 

د پاکستان د پوځ په اعلاميه کي زياته سوي:« د پولي په اوږدو کي د ناتو او افغان ملي پوځ ناکافي شتون د دي لامل سوی چي ترهګر د افغان پولي خواته  ځاله وکړي او دا وضعيت هغوی ته لاره هوارويوې چي د پاکستان په دننه کي په حملو لاس پوري کړي.»

 

په دغي اعلاميي کي دا هم ويل سوي، چي په دې اړه استخباراتي معلومات ناتو او افغان لوري ته ورکړل سوي دي. خو پاکستاني پوځ په عيني وخت کي يادونه کوي، چي « تر اوسه پوري هغوی په دې اړه هيڅ کوم د ارزښت وړ اقدام نه دی کړی او د پاکستان پر سرحدي چاوڼيو باندي بريدونه دوام لري.»

 

د جولای په مياشت کي هم د دواړو هيوادونو د سرحدي نښتو رپوټونه ورکړل سول. پاکستاني اړخ وويل، چي د افغانستان له خوا د هاوانونو د حملو په نتيجه کي په جنوبي وزيرستان کي څلور پاکستاني سرتيري ووژل سول.

 

افغانستان دا تورنه ردوي، چي ګواکي د هغه له خاوري څخه د پاکستان په دننه کي  په بريدونو لاس پوري کيږي. ولسمشر حامد کرزي د جولای په مياشت کي د پاکستان د پوح د مشر اشفق کياني او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ته د پاکستان له لوري د حملو  پر ضد احتجاج وکړ.

 

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل