1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د القاعده شبکې درې مهم غړي مو نیولي

۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبه

د پاكستاني پوځ د عامه اړيكو اداره ( اى ايس پي ار) وايي چي نن دوشنبه يي د بلوچستان ايالت په مرکزكوټه كي د القاعده شبكي لوړ پوړى غړى يونس الموريطاني له دوو نورو ملګرو سره يو ځاى نيولى دى.

https://p.dw.com/p/12TRV
يو نس الموريطاني
يو نس الموريطانيانځور: dapd

د پاكستاني پوځ د عامه اړيكو اداري ( اى ايس پي ار ) په يوه خپره سوي خبرپاڼه كي ويلي، چي الموريطاني يي د دوو نورو ملګرو عبدالغفار الشمسي او مصارا الشامي په ګډون نيولى دى.

په خبر پاڼه كي ويل سوي دي چي د الموريطاني د نيولو د پاره تر سره سوي عمليات د پاكستان استخباراتي ادارې او د بلوچستان ايالت سرحدي پوليسو په ګډه  ترسره كړي دي.

د خبرپاڼي په خبره په عملياتو كي ورسره د امريكا استخباراتي شبكې تخنيكي مرسته كړي ده.

د پاکستان د پوځ له خوا خپره سوې خبرپاڼه کاږي، چي دغه عمليات يي د كره استخباراتي راپور تر لاسه كولو وروسته كړي دي.

وروسته له هغه چي څو مياشتي مخکي د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته نژدې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د ځانگرو امریکايي ځواکونو له خوا ووژل سو پاکستان تر سخت فشار لاندي راغلي چي په خاوره کي يې ترهگر پټ ولي دوی تر خبر نه دي.

د روان کال د می په مياشت کي د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان باندي خپلي پوځي مرستي له دې کبله وځنډولې، چي گواکي د ترهگرو په ځپلو کي پاته راغلی.

اوس د پاکستان پوځ وايي، عمليات د پاكستان او امريكا د استخباراتي ادارو تر منځ د ښي همغږۍ پايله ده، دوى دا هم ويلي دي چي الموريطاني د اسامه بن لادن له لوري په امريكا او اروپا باندي د بريدونو له پاره ګومارل سوى وو.

د پاكستان د پوځ د عامه اړيكو د څانګي د خپاره سوي راپور په اساس الموريطاني د نړيوالو بريدونو طراح وو، چي له نيولو سره القاعده شبكي ته غټ زيان اوښتى دى.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي نه دي ويل سوي، چي الموريطاني او ملګري يي د بلوچستان په كومه سيمه كي نيولي. یوازي دومره ويل سوي، چي كوټي ښار ته څيرمه نيول سوي دي او تر اوسه پوري د بلوچستان سرحدي پوليسو هم په دي اړه څه نه دي ويلي.

پاكستان د نړۍ له هغو هيوادونو څخه دى چي په دې وروستيو کي د نړيوالي ترهګري ډلي القاعده مشران يا خو وژل سوي دي او يا هم  ژوندي نيول سوي دي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل