1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د القاعدې او لشکري جنګوي ۹۷ غړي نیولي دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

په نیول شویو کسانو د دغو ډلو دوه قوماندانان هم شامل دي. د پاکستان پوځ ویلي دي چې په کراچۍ کې نیول شوو کسانو پلان لاره چې له زندان څخه د امریکایي خبریال وژونکی آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/1HuHz
انځور: Reuters/A. Shahid

د پاکستان پوځ خبر ورکړی دی چې نیول شوو کسانو د کراچي پر هوایي ډګر برید او نورو پوځي اډو باندې بریدونو کې لاس لاره.

د پاکستان د پوځ ویاند عاسیم باجوه، ویلي دي چې په نیول شوو کسانو کې د القاعدې او لشکري جنګوي ځيني لوی قوماندانان هم شامل دي: «موږ دې پایلې ته رسیدلې یو چې دغه ټولي ترهګري ډلي غواړي یو له بل سره همکاري وکړي او په دې ترتیب سره په پاکستان کې بریدونه وکړي.»

باجوه زیاته کړې ده چې د لشکري جنګوي او القاعدې غړو همداراز له پاکستاني طالبانو سره په همغږۍ کار کاوه. لشکري جنګوي چې له ایدیالوژیکي لحاظه له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سره ډیر نزدې ډله ده، یو وخت يې د پاکستان استخباراتي سازمان ملاتړ کاوه.

باجوه، د هغو عملیاتونو په اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه چې په پایله کې يې دغه یاغیان نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو ډیری یې د داسې یوه پلان جوړولو په وروستي پړاو کې ول چې په پایله کې د حیدرآباد له زندان څخه خالد عمر شیخ، آزاد کړي. شېخ په ۲۰۰۲م کال کې د یوه امریکایي خبریال د وژلو په تور بندي سو. دغو کسانو غوښتل چې پر زندان باندي برید وکړي.

د باجوه په خبره د دغه پلان د عملي کولو له پاره شپږ ځانمرګي برید کوونکي په پام کې نیول شوي ول او ۱۹ تنو نورو بیا د هغه له پاره لاره هواروله. د پوځ دغه ویاند ویلي دي چې په هغه ځای کي چې دغه کسان اوسېدل ۳۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد يې هم موندلي دي.

په هغه ويډیو کې چې پر ودانۍ باندي د پاکستاني ځواک عمليات ښيي پکښې له چاودیدونکو موادو ډک بیلرونه او د کالیو منځلو ماشینونه چې چاودیدونکي مواد پکښې لیږدول شوي دي ليدل کيږي. باجوه ټینګار کړی دی چې د حیدر آباد پر زندان باندي د برید پلان ۹۰ سلنه بشپړ شوی وو.