1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان د امريکا غلام او مستعمره دی»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۷, جمعه

پاکستاني طالبانو د خپل نوي مشر تر ټاکلو وروسته د جمعې په ورځ د دغه هيواد د حکومت پرضد د غچ اخيستونکو بريدونو اعلان کړی دی. مولانا فضل الله تيره ورځ د تحریک طالبان پاکستان د ډلي مشر وټاکل سو.

https://p.dw.com/p/1ADza
انځور: Thir Khan/AFP/Getty Images

د پاکستاني طالبانو د شورا مشر عصمت الله شاهين د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۸) له يوه نامعلوم ځايه څخه د تلفيون پر کرښه رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د پاکستان امنيتي ځواکونه، سياستوال او دولتي تاسيسات به د دوی د يرغلونو هدف وي. هغه زياته کړې ده چي د دوی د هدفونو اصلي مرکز به په پنجاب کي پر پوځ او دولتي فعاليتونه باندي وي.

شاهين وويل: «موږ یو پلان لرو. خو زه غواړم چي يو څه روښانه کړم، هغه دا چي په بازارونو او سړکونو به بريدونه نه کيږي او ملکي وګړي به د دوی له بريدونو خوندي وي. هغوی بايد هيڅ بېره نه ولري.»

شاهين ويلي دي چي پاکستان علناً د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پر خپل ملي حاکميت باندي تيری ګڼي او هغه محکوموي، خو د حکومت ډېری چارواکي بیا په خصوصي دوګه په پراخه کچه د بريدونو ملاتړ کوي. د هغه په خبره جنګيالي له افغانستان سره په سرحد ليري پرتو سمو کي پټيږي چيري چي پوځ حضور نه لري. شاهين وويل:

«پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه پوره معلومات لري.» هغه زياته کړه: «پاکستان د امريکا غلام دی او د امريکا يوه مستعمره ده.»

مولانا فضل الله څوک دی؟

مولانا فضل الله هغه مهال د خلکو په زړونو کي ويره نوره هم ډيره کړه چي په سوات دره کي يې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ مېلادي کاله پوري اسلامي شريعت چلاوه. په دغه وخت کي په سوات کي خلک علني محاکمه کېدل او ډېرو ښوونځيو ته اور واچول سو.

د هغه د مشرۍ پرمهال د سوات د اصلي مرکز منګورې «زرغون چوک» په «خوني چوک» باندي شهرت پيدا کړ. په دغه چوک کي به تقريباً هره ورځ انسانان ځړېدل.

۳۹ کلن فضل الله د سوات درې په فضل حيات سيمه کي زېږېدلی دی او په يوه ديني مدرسه کي يې زده کړي دي. په ۲۰۰۱ کال کي د امريکا متحده ايالا په مشرۍ د طالبانو رژيم د نسکورولو پر مهال فضل الله افغانستان ته ولاړ او هلته يې د «اشغالګرو» پر وړاندي په «جهاد» کي برخه واخيستله.

فضل الله له افغانستان څخه د بيرته راتګ پرمهال ونيول سو خو وروسته بيا په ضمانت آزاد سو. فضل الله د خپل خسر صوفي محمد تر بندي کېدو وروسته په سوات دره کي د «تحريک شريعت» ډلي مشري پرغاړه واخيستله.

هغه په ۲۰۰۶ مېلادي کال کي په سوات دره کي د يوې سياري راډيو له لاري تبليغ کاوه چي وروسته بيا په «ملا راډيو» او «ملا اف ام» مشهور سو. هغه د دغي راډيو له لاري د واکسيناسيون او نجونو د زده کړو پرضد خبري کولې.

د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کي د مولانا فضل الله جنګيالو پر ۱۵ کلني ملالي يوسفزۍ باندی د بريد پړه پرغاړه واخيسته او ويې ويل چي هغې د طالبانو پرضد تبليغات کول.

په ۲۰۰۹ کال کی پر سوات دره باندي د پاکستاني طالبانو د عملیاتو پر مهال مولانا فضل الله له سوات درې څخه ووت او داسي ويل کيږي چي د افغانستان په ختيځ کي يو ځای پټ او له هغه ځايه په پاکستان کي بريدونه پلانوي.

مولانا فضل الله پر پاکستاني ځواکونو باندي په خونړيو يرغلونو تورن دی او د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کي د ۱۷ تنو پاکستاني سرتيرو د وژلو مسووليت د هغه پرغاړه اچول سوی دی. د پاکستان حکومت د هغه پر سر ۵۰۰ زره امریکايي ډالره جايزه ايښې ده.