1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستان د بن په کنفرانس کي د نه گډون په فکر کي دئ"

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

د پاکستان پر يوې سرحدي پوستې د ناټو وروستۍ حمله ښايي په بن کي پر نړيوال کنفرانس منفي اغيز وکړي. د پاکستان«ډان» نومي ورځپاني د يو رپوټ له مخي د بهرنيو چارو وزيره، حنا رباني کهر ښايي په کنفرانس کي له ګډون څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/13Hzi
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهرانځور: AP

په داسي حال کي چي په بن کي د افغانستان په هکله نړيوال کنفرانس ته د ګوتو په شمار ورځي پاته دي، د افغانستان د ګاونډي هيواد، پاکستان څخه رپوټونه وايي، چي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزيره، رباني کهر په دې هکله فکر کوي، چي ايا بن ته سفر وکړي که نه.

دغه رپوټ وروسته له هغه خپريږي، چي د افغانستان- پاکستان په ګډه پوله کي په مومندو اجنسۍ کي پر يوې امنيتي پوستې باندي د ناټو په هوايي بريد کي لږ تر لږه ۲۴پاکستاني پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغي پيښي د اسلام آباد سياسي او پوځي مشران په غوصه کړي او له خپلو لويديځو متحدينو سره يې خپلي اړيکي او په سيمه کي د تروريزم ضد مبارزه کي پوځي همکارۍ تر پوښتني لاندي راوستي دي.

د پاکستان Dawn نومي انگلېسي ژبي ورځپاڼي پخپله انترنيټ پاڼه کي ليکي دي، چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره، حنا رباني کهر د نوموړي حملې پر ضد د «احتجاج ښوولو» په توګه ښايي د افغانستان د بن په کنفرانس کي د ګډون بلني ته «منفي ځواب» ورکړي.

د ورځپاڼي دغه رپوټ چي وايي، د يوې معتبري سرچينې څخه يې دغه معلومات تر لاسه کړي، د پاکستان د رسمي سرچينو له خوا تر اوسه نه دی تصديق شوی.

خو د پاکستان څخه رپوټونه وايي چي حنا رباني کهر د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيري سره په يو تيليفوني تماس کي د ناټو د حملې په هکله د پاکستان« سخته غوصه» څرګنده کړې ده.

کهر وويل، چي دغه حمله د پاکستان، «د خاوري پر بشپړتيا او واکمنۍ» باندي تيری، او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ګڼل کيږي.

ويل شوي دي، چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري، مېرمن کلينټن ته وويل: «دا حمله موږ ته د زغملو نه ده.»
د افغانستان نړيوال کنفرانس د ډسمبر پر پنځمه په بن کي دايريږي، چي شاوخوا د ۹۰هيوادونو استازي به ګډون پکښي ولري.

دغه غونډه چي رياست يې د افغان حکومت او کوربه توب يې د المان پر غاړه دئ، د بهرنيو چارو د وزيرانو په سطح جوړيږي. ويل شوي دي، چي ملګري ملتونه به په دغه کنفرانس کي مهم نقش و لوبوي.

په غونډه کي به پر نورو موضوعاتو سر بيره تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي نړيوال جنګي سرتيري له افغانستان څخه وزي، ددې هيواد د راتلونکي په هکله خبري کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل