1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بې پيلوټه الوتکو تر سيوري لاندي

محمد قاسم نوري (ښادي خان)۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

هره ورځ د پاکستان پر قبايلي سيمو باندي بې پيلوټه الوتکي څرخي راڅرخي. دوی شکمن ترهگر په نخښه کوي د کشفيدو په صورت کښي ډير چټکه حمله ورباندي کوي. خو عام خلگ هم ورسره په دايمي بيره کښي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/17LoY
انځور: picture-alliance/dpa

د له هگرۍ سره په مبارزه کښي د امريکا د پوځ او CIA د بې پيلوټه الوتکو حملو ته، د يوې مهمي ستراتيژۍ په سترگه کتل کيږي. خو په عين حال کښي له ترهگرۍ سره د مبارزې دغه وسيله په سيمه کښي د ۵ ميليونو انسانانو د ژوند شرايط هم خرابوي.

د دوی له پاره د بې پيلوټه الوتکو حملې، د بيري اچولو يوه بله وسيله ده. د دغه ځای اوسيدونکي اوس نه يوازي د طالبانو او پاکستاني پوځ له يرغلونو سره مخامخ دي، بلکي د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره هم.

د ۲۰۱۲کال په سپتمبر مياشت کښي د امريکا متحده ايالاتو د سټېن فورډ او نيويارک سکول اف لا د پوهنتونو د حقوقو پوهنځيو «تر بې پيلوټه الوتکو لاندي ژوند کول» په نوم يو رپوټ خپور کړ.

د رپوټ په ۱۳۰ مرکو کښي واضح سوي دي چي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو کمپاين د دغي سيمي د خلگو ژوند په ټولو ساحو کښي تر تاثير لاندي راوستلی دی. خلگ له راټوليدو او غونډو څخه ډډه کوي، نور بازار او چکر ته لږ ځي او په دايمي ويره کښي ژوند کوي.

په رپوټ کښي يوه عيني شاهد وضع دا ډول بيان کړې ده: «بې پيلوټه الوتکي هر وخت زما په مغزو کښي څرخي راڅرخي. دوی لکه غوماشي داسي دي. که څه هم ته هغه ليدلای نسې، خو اورې يې او پوهيږې چي هغوی دلې دي.»

رپوټ وايي چي مثلاً په پاکستان کښي څو واره د مړو د ښخولو پر وخت بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ کړي دي. په دې ډول نو خلگ نور خپل مذهبي او کلتوري رواجونو نه سي تر سره کولای. ځکه چي خلگ له دې څخه ويره لري چي که د يوه مړي د ښخولو مراسمو ته ورسي، نو امکان لري چي د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو ښکار سي.

د ۲۰۰۹ کال د جون مياشتي پر ۱۸ نېټه د وزيرستان د مکين په کلي کښي د مړي د ښخولو پر مهال د بې پيلوټه الوتکو په بمبار کښي ۸۰ کسه ووژل سول.

له دغه هوايي يرغل څخه يو ژوندی پاته سوی کس عبدل خالقي نوميږي. ده هغه وخت يوه پښه له لاسه ورکړه او سترگي يې تر اوسه پوري لا خوږيږي. د ده د کورنۍ ډير غړي په دغه حمله کښي ووژل سول.

دی وايي: «کله چي زه بيرته پر سد راغلم، نو د خپل ورور، درو د اکا زامنو او اکا مړي مي وليدل. وروسته زما بل اکا کله چي روغتون ته راغئ راته يې وويل چي هلته نور ډير انسانان هم وژل سوي دي.»

عبدل خالقي اوس د دغه کلي څخه وتلی دی او په کراچي کښي په يوه کرايي کور کښي اوسيږي. ده تحصيل کاوه، خو اوس يې هغه پرې ايښی دی. دی وايی چي په دغه پيښه کښي ما غوندي ډيری نورکسان هم زخميان سوي دي او ورته ژوند کول نور ارزښت نه لري.

په وزيرستان کښي ژورنالست عمر له دويچه ويله سره په مرکه کښي وويل، چي د همدغو بمباريو له کبله اکثريت خلگ د پاکستان پر حکومت او امريکا باندي په قهر دي. دوی د بې پيلوټه الوتکو د حملو بنديدل غواړي. دا کار نه يوازي له ترهگری سره مبارزه کاميابه کړې نه ده، بلکي هغه ته يې تاوان لا هم رسولی دی.