پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د ويشتلو حق لري؟
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبهد پېښور ستري محکمې د قاضي دوست محمد خان، په مشري د قاضیانو یوه دوه کسیز هيئت پریکړه کړې ده چې د پاکستان پوځ او چارواکي باید داسي تدابیر ونیسي چې له مخې یې د دغه هیواد په خاوره کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو عملیات ترسره نه شي.
خان د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۹) په یوه ۲۲ مخیزه قضاوت کې ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو هغه بریدونه چې د یو شمیر هغو شکمنو یاغیانو پرضد کیږي چې له امریکا سره په جگړه کې ښکیل نه دي، د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د دغه قاضي په خبره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه «په قطعي ډول غیر قانوني دي او د پاکستان د ارضي تمامیت واضیح تر پښو لاند کول دي.»
په دغه محکمه کې دغه راز د بې پیلوټه الوتکو بریدونه «جنگي جنایات» بلل شوي دي له پاکستاني چارواکو څخه غوښتل شوي دي چې له ملگرو ملتونو څخه وغواړي، چي دغه بریدونه وڅیړي او په دې اړه یوه وروستۍ پريکړه صادره کړي چې آیا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه جنگي جنایات بلل کیږي او که نه؟
دغې محکمې داسې پریکړې کړي ده چې له مخې یې په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له ستونزو سره مخامخ کيدای شي.
د خان په مشري دغه قضایي هيئت ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۸ کال راهیسي په شمالي او جنوبي وزیرستان کې «په پرلپسې ډول» ملکي وگړي وژلي دي. دغو قاضیانو د سیمه ییزو خلکو په حواله ویلي دي چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه پوري په دغه سیمه کې ۱۴۴۹ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي او ۳۳۵ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د پېښور د ستري محکې د قاضیانو په پریکړه کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو استخباراتو اداره د دغو بریدونو تر شاه ده.
د پاکستان حکومت پر خپله خاوره باندي د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندي او هغه غیر قانوني بولي. پاکستان ټینگار کوی چې دغه شان بریدونه په پاکستان کې د یاغیانو پرضد جگړه له ستونزو سره مخامخوي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان وایي هغوی په دې باور دي چې اسلام آباد په پټه له واشنگټن سره د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه موافقه لري.
تر دې مخکې د پاکستان پخواني مشر پرویز مشرف، له امریکايي تلویزیون CNN سره په مرکه کې وویل چې پاکستان د بې پیلوټه الوتکو له یو شمیر يرغلونو سره موافقه کړې وه.
تر اوسه پوري د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو دقیق شمیر معلوم نه دی. خو له۲۰۰۴ کال راهيسي د دغو يرغلونو په نتيجه کي ډېر ياغيان او ملکي وگړي وژل سوي دي.