1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستان د بې پيلوټه الوتکو یوازنی تم ځای نه دی"

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

امريکايي چارواکو ويلي چي د پاکستان د غوښتني سره سره، چي وايي واشنگټن دي په پاکستان کي پوځي اډه خالي کړي، په پلان کي لري چي د افغانستان پولي ته څيرمه د اورپکو د ځپلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/11pmS
بې پيلوټه الوتکه
بې پيلوټه الوتکهانځور: picture alliance/dpa

دغه امريکاي چارواکو رويترز خبري آژانس ته ويلي.« له دغه ځايه به عمليات په مکمله توګه دوام ومومي او امريکا په پاکستان کي د ترهګرۍ پر ضد ګډي مبارزه کي د عملياتو ملاتړې ده.»

هغه زياته کړي:« که چيري د کوم دليل له مخه دغي اډه د نورو عملياتو له پاره موجوده نه وه نو نوري لاري سته چي دغه پروګرام به ادامه ولري، ترڅو اورپکي او القاعده تر فشارلاندي وساتل سي.»

د پاکستان قبايلي سيمي په دي مشهوري دي چي هلته اورپکي او القاعده پاخه سنګرونه لري، د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان څخه څو څو واري غوښتي چي ځمکني عمليات تر سره کړي.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼي د شنبې په ورځ په يو راپور کي ليکلي و، چي سي آي اي ۳ مياشتي وړاندي د نوموړي اډې څخه فعاليتونه درولي ول. خو امريکاي چارواکي ويلي چي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي وقفه په پاکستان کي د سي آی اې د اجير مامور د نيول کيدو پر سر د ترينګلتيا را منځ ته کيدل ول.

امريکايي چارواکو ويلي چي په شمسي پوځي اډه کي به د سي آی اي او پاکستاني مامورين پر ځای پاته وي او د بې پيلوټه الوتکو د پروازونو له پاره به دغه پوځي اډه خلاصه وي.

لکه څنګه چي واشنګټن غواړي چي د پاکستان رضايت پکښي شامل وي په دغه عملياتو کي به د پاکستان ونډه وساتل سي.

دوو نورو امريکايي چارواکو ويلي دي، چي د امريکا متحده ايالات د پاکستان څخه د باندي په افغانستان کي په کافي اندازه زيربناوي لري. يو بل امريکايي چارواکي بيا ويلي چي د اورپکو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له پاره د بحري بيړيو څخه هم کار اخيستل کيدای سي.

د تير کال راهيسي د پاکستان او د امريکا متحده ايالاتو اړيکي هغه مهال خړي پړي سوې، کله چي په پاکستان کي د سي آی اي د ځايي مشر نوم په ورځپاڼو کي بربنډ سوو.

دغه اړيکي بيا نوري هم هغه وخت خرابي سوې، چي کله د سي آی اي اجير مامور په رڼا ورځ دوه پاکستاني ملکي وګړي ووژل، او پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه اسامه بن لادن ووژل سو.

د يکشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ويلي ول چي د دوی دولت هيڅکله د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه نه ده ورکړې چي د پوځي اډې څخه دي د بې پيلوټه الوتکو له پاره کار واخستل سي.

تر دې د مخه د پاکستان د دفاع وزير هم ويلي ول چي دوی د امريکا د متحده ايالاتو څخه غوښتي چي د شمسي پوځي اډې څخه خپلي زيربناوي لري کړي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل