1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پيلوټه الوتکي په برید کې درې تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16yiU

د متحده آيالتونو بې پيلوټه الوتکو د يکشنبې په ورځ په پاکستان کې د وسله والو په يو پټنځای باندې په بريد کې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي. دغه خبر پاکستاني چارواکو ورکړی دی. بريد د تبۍ په نوم کلي کې تر سره شو چې د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه څخه پنځه کيلومتره لېرې دی. دغه سيمه د طالبانو او القاعدې د وسله والو پوخ سنګر بلل کيږي.