1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنې جاري ساتي

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15gxT

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر به په واشنگټن کې له امریکایي چارواکو سره د لیدنې پر وخت د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو او د تیکنالوژۍ او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو غوښتنه وکړي. د ISI مشر د اگست له لومړۍ نیټې څخه تر دریمې نیټې پورې په واشنگټن کې امریکایي چارواکو سره ویني.

په پام کې ده چې ظهیرالاسلام به د CIA له مشر دیوید پیتریوس سره هم وویني. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دوبی کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې پاکستان به خپلې دې غوښتنې ته ادامه ورکړي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دې د پای ټکی کیښودل شي. د هغه په وینا که چیرې پاکستان او متحده ایالات شریکان وي نو دواړه باید گډه ستراتیژي ولري. هغه هیله څرگنده کړه چې د پاکستان د استخباراتي شبکې د مشر دغه سفر مثبې پایلې ولري.