1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۵ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/157Qy

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا د دوشنبې په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د یوې شکمنې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۱۵ تنه شکمن ترهگر وژل شوي دي. داسې اندیښنې موجودې دي چې ښایي د دغه بریدونو له امله د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ اړیکې نورې هم ترینگلې شي.

د نوموړې امنیتي چارواکې په وینا دغه پیښه د جنوبي وزیرستان د عیسو خیل په یوه کلې کې رامنځ ته شوې ده، چې بې پیلوټه الوتکې د شکمنو ترهگرو یو کور په نښه کړای دئ. دا په تیرو درې ورځو کې دریم ورته برید دئ چې په دغه سیمه کې تر سره کیږي. تر اوسه په دغه درې واړو بریدونو کې ۲۷ تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام آباد او واشنگټن لا هم د ناټو د اکمالاتي لارې د خلاصولو په سر یوې موافقې ته نه دي رسیدلي. پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله هغه وتړله، کله چې تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.