1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تیارسی په حال کي دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

پاکستان د بن لادن د وژني د کلیزي د لمانځلو پر وخت د تیارسی په حال کي دئ. استخباراتي ادارو ته ویل شوي دي چي د اسامه د مړیني د کلیزي پر مهال د یاغیانو د نوو بریدونو امکان لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/14o44
انځور: picture-alliance/dpa

په پاکستان کي د القاعدې شبکي د مشر اسامه بن لادن، د وژل کیدو یو کال تير سو. دغي پيښي په نړۍ کي د پاکستان حیثیت ته سخت تاوان ورساوه او له متحده ایالاتو سره ئې د دغه هیواد اړیکي تر بل هر وخت ډیري خړي پړي کړې.

که څه هم د دې پيښي یو کال پوره شو خو لا تر اوسه هم پاکستان ډیرو پوښتونو ته ځواب نه دئ ویلی او اوس هم پاکستان د په ترهگرۍ تورنو کسان کور دئ.

ویل کیږي چي اوس هم د القاعدې نوی مشر ایمن الظواهري، د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود، د افغان طالبانو مشر ملا عمر، د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني او داسې ډیر نور کسان چي امریکا ئې پر سر انعامونه ټاکلي دي په پاکستان کي میشت دي. که څه هم متحده ایالاتو په وارو واري له پاکستان څخه غوښتي دي چي د حقاني شبکې پر وړاندي عملیات تر سره کړي خو پاکستان د دې کار څخه ډډه کوي او وایي چي ځواکونه ئې په نورو سیمو کي په جگړه بوخت دي.

تیره میاشت متحده ایالاتو د سید حفیظ پر سر د لس میلیونه ډالرو انعام وټاکه. دغه وگړی په ۲۰۰۸ کال کي په هند کي د یو لړ بریدونو د تر سره کولو مسئول بلل کیږي. که څه هم امریکا د دغه وگړي پر سر انعام ټاکلی دئ خو بیا هم هغه په پاکستان کي په آزاد او ښکاره ډول گرځي او په تلویزیونونو کي را څرگندیږي.

پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي هغوی خپلو استخباراتي شبکو ته امر کړی دئ، چي په دې وخت کي لا حساس پاته شي ځکه چي کیدای شي د القاعدې غړي او طالبان د اسامه بن لادن د وژل کیدو د غچ اخیستلو په موخه یو لړ بریدونه تر سره کړي.

په پاکستان کي د غربي هیوادونو سفارتونو خپلو اتباعو ته ویلي دي چي په دغو ورځو کي له لا ډیر احتیاط څخه کار واخلي، ځکه چي کیدای شي هغوی د بریدونو هدف وگرځي. په پاکستان کي د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته ویلي دي چي د می د میاشتي تر پنځمي نېټې پوري رستورانتونو او مارکیټونو ته ولاړ نه شي.

په همدې حال کي پاکستان هڅه کړې ده چي د اسامه بن لادن د وژني تر کلیزي مخکي په پاکستان کي د هغه د ژوند ټولي نخښي نښانې له منځه یوسي. په همدې ترڅ کي د بن لادن کورنۍ له پاکستان څخه سعودي عربستان ته استول شوې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل