1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د خپلې لویدلې الوتکې د عملې د آزادولو هڅه کوي

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۵, جمعه

نواز شریف په جمعه وویل چې له ټولو رسمي او غیر رسمي لارو چارو څخه کار اخلي چې د هغې الوتکې پاکستاني امله بیرته خپل هیواد ته ستنه شي چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې لویدلې وه. د الوتکې امله د طالبانو لاس ته لویدلې وه.

https://p.dw.com/p/1Jc9X
Pakistan MI-17 Hubschrauber
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه قوماندان ادعا کړې ده چې د لویدلې الوتکې امله له یاغیانو سره دي. د پنجشنبې په ورځ د پاکستان یوه څرخي الوتکه د لوګو ولایت په هغې سیمې کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده ولویده. ویل شوي دي چې دغه الوتکه روسیې ته تخنیکي آزموینې په موخه روانه وه.

نوازشریف په یوې بیانیه کې ویلي دي: «اوس رسمي او غیر رسمي چاینلونه کارول کیږي چې د الوتکې امله روغ رمټه راستنه شي.»

له بلې خوا د پاکستان د پوخ مشر راحیل شریف، د جمعې په ورځ له افغانستان ولسمشر اشرف غني، سره د تلیفون له لارې خبرې کړي دي او له هغه څخه یې په دې برخه کې مرسته غوښتې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.12.2014):


د پوځ ویاند په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه د ټولو ممکنو مرستو ډاډ ورکړی دی.»

د افغانستان په لوګر ولایت کې له تیرو دوو کلونو راهیسې، کله چې په ګاونډي پاکستان کې د یاغیانو پر ضد عملیات پیل شول، خراب شوی دی. ویل کیږي چې ډیر شمیر طالب یاغیان له پاکستان څخه د افغانستان دغه ولایت ته اوښتي دي.

د جمعې په ورځ د طالبانو یوه لوړپوړي قوماندان د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط وویل چې په الوتکه کې ټول سپاره کسان چې شپږ پاکستانیان او یو روسي تخنیکر دی، له هغوی سره دي. هغه ویلي دي چې د دغو کسانو د آزادي له پاره خبرې اترې روانې دي. هغه ویلي دي: «د هغوی پالنه کیږي، ورته چای، ډوډۍ او هر څه ورکول کیږي.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې یو. هغوی ته مو دا پیغام رسولی دی چې دغه کسان خوندي دي.»

د طالبانو دغه قوماندان په ډاګه کړې ده چې له افغان حکومت او امریکایي ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کومه ګټه نه لري ځکه طالبان د هغې ولسوالۍ بشپړ کنترول په لاس کې لري چې الوتکه په کې لویدلې ده.

د پاکستان حکومت په مستقیم ډول له طالبانو سره خبرې اترې نه دي تایید کړي خو ویلي يې دي چې هغوی هر ممکن کار ترسره کوي. د پنجاب ایالت لومړي وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر ورور شهباز شریف، په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «د څرخي الوتکې د پیلوټ او املې د ژر تر ژره آزادولو له پاره چټکې هڅې روانې دي.»

د پاکستان د بهرنیو چرو ویاند نفیس ذکریا، د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغې الوتکې ازبکستان ته د رسیدو په موخه د افغانستان له فضا څخه د استفادې اجازه لرله. تر دې مخکې د پاکستان د پوځ مشر په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان جنرال جان نیکولسن، سره هم اړیکه نیولې وه چې د الوتکې د املې د آزادولو په برخه له اسلام آباد سره مرسته وکړي.