1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د دوو ورځو له پاره سرحدونه پرانیزي

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

پاکستان د دوو ورځو له پاره له افغانستان سره د سرحد پرانیستلو پریکړه کړې ده. په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر هم د خپل فیسبوک پر پاڼه دغه ډول یادونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2YjJD
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د ایکسپرس ټریبون په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د وینا پاڼي له مخې په خپل رپوټ کې لیکلي دي: «هغو افغان وگړو ته د یوه فرصت برابرولو په موخه چې پاکستان ته په قانوني ویزه راغلي وي او غواړي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، د پاکستان حکومت پریکړه کړې ده چې د مارچ پر اوومه او اتمه نیټه د تورخم او چمن سرحدي پولې پرانیزي.»

په بیانه کې راغلي دي چې دغه پولې به د هغو پاکستاني اتباعو پر مخ هم پرانیستي وي چې په عین شرایطو له افغانستان څخه پاکستان ته تلل غواړي.

له بلې خوا په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلی دي: «د پاکستان له حکومت سره د تورخم او سپین بولدک د دروازو د عادي بیرته خلاصیدو په اړوند لا تر اوسه کومي مثبتې نتیجي ته نه یو رسیدلي، خو د پاکستان حکومت موافقه وکړه چې د سه شنبې او چهارشبنې په ورځو به هغو مسافرو ته پولي پرانیزي، چې په پاسپورت او ویزې باندي پاکستان ته تللي او هلته بند پاتي دي.»

زاخیلوال پر هغو افغانانو باندي چې په پاکستان کې بند پاته دي غږ کړی دی چې په دغو دوو ورځو کې دې بیرته خپل هیواد ته د اوښتو تياری ونیسي.

تر دې دمخه په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ویلي ول چې که چیري پاکستان په دغه هیواد کې د بند پاته شوو مسافرو پر وړاندې پوله خلاصه نه کړي، نو د هوا له لاري به دغه مسافر افغانستان ته انتقال کړي.