1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د راولپنډي په پوځي مرکز کي يرغمل نيول سوي کسان آزاد سول

۱۳۸۸ مهر ۱۹, یکشنبه

پاکستاني سرتيرو د خپل هيواد په يوي پوځي هډي باندي نن هجوم يوړ ترڅو د پرون ورځي راهيسي د يرغمل نيوني پيښي ته خاتمه ورکړي، کومه چي د پاکستان د پوځي تأسيساتو په زړه کي وسلوالو زور پالونکو 39 پوځيان يرغمل نيول ؤ...

https://p.dw.com/p/K407
د راولپنډي په پوځي مرکز کي د وسلوالو کسانو او پاکستاني پوځ تر منځ يوه ورځنۍ نښته
د راولپنډي په پوځي مرکز کي د وسلوالو کسانو او پاکستاني پوځ تر منځ يوه ورځنۍ نښتهانځور: AP

د ژغورني په نني عملياتو کي چي د پاکستان د پوځ له خوا د خپلي جملي له مخي « فوفق العاده بريالي» ښودلي شوي، دري يرغمل نيول شوي پوځيان، دوه هجومي سر تيري او څلور طالب اورپکي وژلي شوي ، د ژغورني د دغو عملياتو څخه مخکي د اورپکو له نوموړي حملي سره جمعا 19 کسان وژل شول.

د فرانس پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخي په دغي 24 ساعت يرغمل نيولو کي چي پرون د راولپندي په ګارنيزوني ښار کي پيل شوه په مجموعي توګه 6 عسکر او څلور نور اورپکي ووژل شول. دا د يوي اوني په موده کي په هستوي وسلو سمبال پاکستان باندی د زورپالونکو بله حيراونونکي حمله ده.

پوځي وياند، تورن جنرال اترعباس وویل، نن سهار د سيمي په وخت په ۶ بجو ژغورنکو سرتيرو په پوځي هډي باندي هجوم يوړ او د پنځو اورپکو چي د ځانمرګي بريد واسکټونه يي اغستوي ؤ او د امنیتی محافظينو يرغمل نيولو سره يي د هډي په وداني کي سنګر نيول ؤ، له مقاومت سره مخامخ شول.

له دي څخه مخکي داسي رپوټ ورکړ شوي ؤ چي ترهګرو د پاکستان په پوځي هدي بريد کړ او د يرغمل نيولو خبره نه وه ياده شوي. خو اوس د پاکستان پوځ د دي خبري پخلي وکړ چي اورپکو له خپلي دي حملي سره په يرغمل نيولو لاس پوري کړ. د پوځ وياند اتر عباس د الجزيري له تلويزيون سره د نن سهار د ژغورنی له عملياتو مخکي وويل :

«نهو تنو وسلوالو طالبانو چي پوځي جامي اغوستي وي له اتوماتيکو ماشيګڼو او لاس بمونو سره د پوځي هډي ساحي ته د ننوتلو په وخت کي د پلټني د پوستي محافظين ووژل»
«نهو تنو وسلوالو طالبانو چي پوځي جامي اغوستي وي له اتوماتيکو ماشيګڼو او لاس بمونو سره د پوځي هډي ساحي ته د ننوتلو په وخت کي د پلټني د پوستي محافظين ووژل»انځور: AP

«دا د يرغمل نيونی پيښه ده.څلور تر پنځو ترهګرو څه ناڅه 15 کسان يرغمل نيول دي. امينتي ځواکونو وداني محاصره کړي او په دي موضوع کي کارپوهان د پيښي په ځاي کي دي».

د ژغورني د عملياتو له پاي څخه وروسته، جنرال عباس د فرانس پرس خبري آژآنس ته وويل:« 39 يرغمل نيول شوي کسان خوشي کړاي شول او دري تنه يي ووژل شول.هغه زياته کړه چي دغه دري تنه يرغمل نيول شوي د ترهګرو له خوا ووژل شول.

عباس يادونه وکړه: اورپکي ډير مجهز ؤ، هغوی د ځانمرګي بريد واسکټونه اغوستي ؤ، چادوني توکي، لاس بمونه او نوري داسي وسلي ور سره وی. هغوي غوښتل چي ټول يرغمل نيول شوي کسان په يوي چادوني سره ټول ووژني او ستر تاوان واړوي.»

هغه وويل چي د څو ساعتو ژغورني عملياتو په وخت کي دو سرتيري او څلور ترهګر ووژل شول. يو ترهګر مخکي له دي چي ټپي او ونيول شي، په چادونو يي لاس پوري کړ.» جنرال عباس وويل:د ژغورني عمليات پاي ته ورسيدل اود هغه د خپلي وينا له مخي « فوق العاده بريالي »ؤ.

د فرانس پرس د خبري آژانس په رپوټ کي د پيښي چي پرون د سيمي په وخت د غرمي په شا او خوا کی پيل شوه راغلي دي:نهو تنو وسلوالو طالبانو چي پوځي جامي اغوستي وي له اتوماتيکو ماشيګڼو او لاس بمونو سره د پوځي هډي ساحي ته د ننوتلو په وخت کي د پلټني د پوستي محافظين ووژل.د پلټني په دوهمه پوسته کي څلور اورپکي او شپږ سرتيري ووژل شول خو د اورپکو پاتي کسان يي وتښتيدل او هډي ته نژدي په يوي وداني کی يو شمير پوځيان يرغمل ونيول. په وژل شو کسانو يو بريد جنرال او ډګرمن هم شامل دي.

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن چي په لندن کی په سفر بوخته ده، وويل، دغه حمله په پاکستان کي چي د القاعدي پر ضد د متحد ه ايالاتو د جګړي مخکښ جبهه ګنله کيږي، د افراطينو له ګواښ څخه ويندويي کوي.

د دغي حملي لپاره د تحريک طالبان پاکستان يا تي تي تي ډله ګرم ګنله شوي ده.

سياسي او دفاعي تحلیلونکي حسن عسکري د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي دغه حمله د دي ښکارندوي ده چي پاکستاني پوځ څرنګه چي ادعا کوي ، نه دی توانيدلي چي د طالب اورپکو د ملا تير مات کړي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل