1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د سولې د څلور اړخیزي غونډي کوربه توب کوي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ به له افغان وسله والو طالبانو سره د خبرو په موخه د څلور اړخیزي غونډي کوربه توب پر غاړه ولري. تر دې دمخه هم دغه ډول څلور غونډي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IouN
انځور: picture-alliance/AP Photo

په دغو څلورو هیوادونو کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحد ایالات شامل دي او له جنوري میاشتي راهیسې هڅه کوي چې له افغان وسله والو طالبانو سره د سولي دریدلې خبرې اترې پیل کاندي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه ترڅ کې د پرمختگ کمښت ډیر خلک ناهیلي کړي دي، په داسې حال کې چې طالبانو خپل یاغیتوب ته لا زور ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا، د تویتر له لاري لیکلي دي چې د څلورو هیوادونو تر منځ به د خبرو اترو پنځمه غونډه په اسلام آباد کې د چهارشنبې په ورځ وشي، خو په دې هکله یې نور هیڅ ډول جزئیات نه دي په ډاگه کړي.

د فيبروري میاشتي په وروستیو کې په کابل کې د خبرو اترو تر څلورمي غونډي وروسته په خپره شوې گډه بیانیه کې راغلي ول چې اټکل کیږي د کابل او طالبانو تر منځ د سولي مستقیمي خبري اتري د مارچ میاشتې په لومړیو کې تر سره شي.

په داسې حال کې چې په کابل کې حکومت هڅې کولې چې وسله وال یاغیانو د سولي خبرو اترو ته راولي، طالبانو په اپریل میاشت کې د خپلو «پسرلنیو» عملیاتو د پیلیدو اعلان وکړ.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو د بیرته پیلولو له پاره له ټول هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د مخکیني شرط په توگه یاد کړی وو.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تیر کال په دوبي کې په مستقیمه توگه د سولي خبري اتري پېل شوې، خو د ملا عمر د مړیني خبر تر افشا کیدو وروسته دغه خبري اتري وځنډیدي.