1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ) سي آی اې ( پټ زندانونه

حسن » بری «۱۳۸۵ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالتونواو د هغو د ملگروهيوادونولخوا د » نړيوال تروريزم پرضد جگړې « په بهيرکې، ټول نړيوال قوانين او د بشر د حقوق ترپښولاندې کيږي اوورځ په ورځ د دغوهيوادونوحيرانونکي او ډارونکي جنايتونه رسواکيږي.

https://p.dw.com/p/DMrG
انځور: Getty Images /G. Gershoff

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې ) ايمنسټي انټرنيشنل ( د راپورله مخې چې تيره جمعه خپورشو، په پاکستان کې، چې حکومت يې د نړيوال تروريزم پرضد جگړه کې د بوش د حکومت ډيرنږدې ملگری دی، په سلگونوتنه گماني تروريستان له نيول کيدووروسته بې له نښی نښانې غيبيږي. گڼ شميروگړي، د هغوپه ډله کې ماشومان هم، شکنجه شوي او يا د پيسوپه بدل کې، د امريکاپرحکومت خرڅ شويدي. د ) ايمنسټي انټرنيشنل ( د څرگندونوله مخې، د گوانتانامو د زندان اکثريت زندانيان، د امريکا د متحده ايالتونوله خوا په پيسورانيول شويدي.


زنداني اوشکنجه شوي ماشومان

د آلمانۍ ورځپاڼې ) نويه اوسنابروکرڅايتونگ ( د تيرې جمعې د خبرله مخې، د امريکا د متحده ايالتونو جاسوسي ټولنه ) سي آی اې (، په پاکستان کې لږترلږه ٣ پټ زندانونه لري، په کوموکې چې تر ١٠٠٠ تنه لاډيرگماني تروريستان زنداني دي. يوه آلماني ډاکټر نوموړې ورځپاڼې ته وويل چې، څومياشتې مخکې يې هلته د يوه ١٢ کلن ماشوم درملنه وکړه. دغه هلک د سل يا توبرکولوز ناروغي لرله او له يوه کال راهيسې د ) سي آی اې ( په پاکستاني ابوغُريب کې، پرته له دعوې، مدافع وکيل او روغتيايی پالنې زنداني و.