1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د سیمه ایز اقتصادي کنفرانس کوربه دی

۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د سیمه ایز اقتصادي کنفرانس کوربتوب وکړ. د ایکو سازمان په ۱۹۸۰م کال کې پاکستان، ایران او ترکیې په ګډه جوړ کړ او اوس د مرکزي اسیا د هیوادونو او افغانستان په ګډون لس غړي لري.

https://p.dw.com/p/2YTFH
Pakistan ECO Gipfeltreffen in Islamabad
انځور: picture-alliance/AA/K. Ozer

د سیمه ایز اقتصادي کنفرانس یا ایکو د پرانیستلو په وینا کې د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف وویل چې موږ د سوداګرۍ د لارو او د انرژۍ په برخه کې د پرمختګ غوښتونکي یوو.

په دې کنفرانس کې د ترکیې او ایران ولسمشرانو د نورو ګډوانوالو ترڅنګ برخه اخیستي، څو په سیمه کې د سوداګرۍ پر وړاندي شته خنډونه له منځه یوسي.

بل لوري ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دې لامل شوې چې افغانستان په دې غونډه کې په لوړه سطحه ګډون و نه کړي. د افغانستان حکومت دې غونډې ته په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر غني ځانګړی استازی، ډاکټر حضرت عمر زاخلیوال لیږلی دی.

غونډې ته د وینا پر مهال زاخلیوال وویل چې زموږ د سیمي زیاتره ستونزي گډي دي او د دې ستونزو د حل له پاره اړینه ده چې پر خپلو پالیسو له سره کتنه وکړو، څو سوله، اعتماد او ثبات چې زموږ اصلي موخې دي، رامنځ ته کړو.

زاخلیوال همدا راز زیاته کړه چې په دې پالیسو کې باید هغه سیاستونه هم شامل وي چې د سیمې د سوداګرۍ، ترانزیت، چټک پيوند او د زیربناوو د ظرفیت لوړولو پر وړاندې فزیکي خنډونه رامنځ ته کوي.

په پاکستان کې افغان سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې او بې ثباتۍ ستونزې ته په اشاره سره وویل چې په سیمه کې سوله او ثبات د دوو اړخیزو اقتصادي اړیکو په جوړولو کې مهم دي: «موږ کولای شو چې د بې وزلۍ له ګواښ سره د ګډې ستراتیژۍ په رامنځته کولو سره مبارزه وکړو.»

که څه هم تراوسه پوري د دغه کنفرانس لاستې راوړنې د پام وړ نه دي او ټاکل شوې وو چې وروسته له هرو دوو کلونو به دغه غونډه کیږي، خو دا ځل دغه غونډه تر پنځه کلن ځنډ وروسته وشوه.

د دې کنفرانس د امنیت د ټینګښت له پاره د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې په زرونو پولیس سرتیري او نیمه میلیشو امنيت ساتلی. په دې وروستیو کې په پاکستان کې سختي چاودني او بريدونه شوي.

اسلام آباد هیله لري چې د دې کنفرانس سره د نړیوالې انزوا کیدو موضوع ته د پای ټکی کیږدي. تیر کال هندوستان، افغانستان او د جنوبي آسیا ګڼ شمیر نورو هیوادونو په اسلام آباد کې د ترسره کیدونکي سارک کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه وکړه. تمه ده چې د سارک کنفرانس به د روان کال په دیسمبر میاشت کې جوړ شي.