1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ۲۲ تته پولیس لادرکه شوي دي

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ دی ۸, جمعه

پاکستاني چارواکي وایي چې له سیمه ایزو مشرانو څخه د هغو ۲۲ تنو پولیسو په موندلو کې مرسته غواړي چې د طالبانو تر یوه برید وروسته لا درکه شوي دي. ګمان کیږي چې طالبانو دغه سرتیري برمته کړي وي.

https://p.dw.com/p/17AG4
انځور: AP

دغه سرتیري د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمالي ناامنه سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو باندې د طالبانو تر یوه برید وروسته لادرکه شوي دي. په دې برید کې دوه تنه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. پېښه د «دره آدم خیل» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

پاکستاني سیمه ایز چارواکي وایي چې هغوی غواړې په سیمه کې د دوو کلیو له قومي مشرانو سره خبرې وکړي ترڅو له هغوی سره د لادرکه شوو پولیسو په موندلو کې مرسته وکړي. پر دې سربیره پاکستاني امنیتي ځواکونو د خپلو سرتیرو د موندلو له پاره یو لړ پوځي عملیات هم په لاره اچولي دي.

یوه پاکستاني چارواکي چې د آلمان له خبري آژانس سره یې د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي ویلي دي چې دا لا تر اوسه پورې په بشپړه توګه روښانه نه ده چې لادرکه شوي سرتیري دې د طالبانو له خوا برمته شوي وي. هغه زیاته کړه:

«کله نا کله سرتیري د مرګ او یا هم برمته کیدو له ویرې له سیمې څخه تښتي او بیا وروسته بیرته پر خپلو دندو حاضریږي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې طالبانو د پولیسو پر پوستو باندې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د رسنیو په حواله د برید په پایله کې پولیسو ته ډیر مالي تاوان هم اوښتی دی.

لادرکه شوي کسان د پاکستان ملیشه یي ځواک پورې تړاو لري چې د خپلو سیمو د ساتلو مسوولیت ور په غاړه دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تر دې مخکې په سیمه کې د طالبانو مشر، سیمه ایز دولت ته د اوربند وړاندیز کړی وو. هغه د اوربند له پاره د شریعت قانون د نافذیدو غوښتنه کړې وه.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي وو چې دغه شرطونو د هغوی له پاره د منلو وړ نه دي او یوازې د پاکستاني طالبانو له عمومي مشر سره خبرو اترو ته چمتو دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب