1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د مشرف د نیولو هڅې کوي

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د هغه حکومت به له نړیوالو پولیسو څخه وغواړي چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهټو، په وژلو کې د لاس لرلو په تور ونیسي.

https://p.dw.com/p/147ju
انځور: AP

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان مالک، د سند د ایالت صوبه یي اسامبلې ته ویلي دي چې پاکستان به ډیر ژر دغه هیواد ته د مشرف د بیرته راغوښتلو له پاره له انترپول څخه مرسته وغواړي.

ملک پرته له دې چې په دې اړه زیات معلومات ورکړی وویل:« موږ د دې کار د سر ته روسولو له پاره په وروستي پړاو کې یو.»

بینظیر بهټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په میاشت کې په راولپنډۍ کې ووژله شوه. مشرف چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په دوبۍ او لندن کې ژوند کوي، تیره میاشت وغوښتل چې بیرته پاکستان ته ستون شي او یو ځل بیا د دغه هیواد په سیاست کې فعاله ونډه واخلي. خو هغه خپله پریکړه له هغه وروسته وځنډوله چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې نوموړی به پاکستان ته له رسیدو سره سم ونیول شي.

د پاکستان محکمو د بلوڅ یاغاینو د یوه مشر اکبر بوګدي او بینظیر بهټو د وژل کیدو په تړاو د مشرف د نیولو امر صادر کړی دﺉ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې مشرف د بینظر بهټو له پاره مناسب امنیتي شرایط نه وو برابر کړي او همدا راز ئې هغه په ۲۰۰۷ کال کې د تیلیفون له لارې گواښلې وه. د ملک په وینا هغه وخت بهټو له پاکستان څخه بهر ژوند کاوه.

ملک ویلي دي: «مشرف بهټو د تیلیفون له لارې گواښلې وه. مشرف هغې ته ویلي وو چې که هغه له ټاکنو مخکې پاکستان ته راشي نو دی به ئې د امنیت ساتلو مسئول نه وي.»

د ملک په خبره بهټو بیا مشرف ته ویلې وو چې پاکستان ته د راتگ پریکړه د هغې ده نه د مشرف. د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په خبره د بهټو د وژلو پلان د پاکستاني طالبانو له خو طرح شوی وو چې پکښې ټول ټال ۲۷ طالبان ښکیل ول.

په همدې حال کې یوه پاکستاني وکیل هم ویلي دي چې پاکستان به له انترپول څخه وغواړي چې د مشرف د نیولو نړیوال امر صادر کړي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم