1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د منځني واټن توغندی و ازمايه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

پاکستان وايي چي د منځني واټن وشتونکی توغندی بريالۍ ازموينه ئې کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي هندوستان د لیري واټن یو توغندی ازمویلی وو.

https://p.dw.com/p/14kTl
epa02983267 (FILE) A file picture dated 10 February 2011 shows the test-launch of Pakistan's Hatf-VII (Babur) cruise missile, capable of carrying nuclear warheads, from an undisclosed location. Pakistan on 28 October 2011 successfully test-fired Hatf-VII, also called Babur, a medium-range cruise missile capable of carrying nuclear warheads, the military said. EPA/INTER SERVICES PUBLIC RELATIONS / HANDOUT
pakistanische Rakete Hatf-VII Baburانځور: Picture-Alliance/dpa

پاکستان د چهارشنبې په ورځ وویل چي د منځني واټن وشتونکی يو داسي توغندی ئې ازمویلی دئ چي اټومي سرگلوله هم لېږدولای سي شي.

د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کي ویلي دي چي ازمویل شوی توغندی د«شاهین۱» پرمختللې بڼه ده. ویل کیږي چي د پاکستان شاهین۱ توغندی۷۵۰ کیلو متره لیري واټن په نخښه کولای شي.

پاکستاني چارواکو ددغه نوي توغندی چي «شاهین A1» نومیږي د واټن او نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. دغه توغندی تر ازمویني وروسته د هندوستان په سمندر کي رالوېدلی دئ.

پاکستان په داسي حال کي د نوي توغندی د ازمایلو اعلان کوي، چي یوازي څو ورځي مخکې هندوستان ویلي ول، چي د لیري واټن یو توغندی چي کولای شي له ځانه سره اټومي سر گلولې هم ولیږدوي، ازمویلی دئ.

د هندوستان نوی توغندی «اگني پنځه» نومیږي چي د ۵۰۰۰ کیلو متره لیري واټن د په نخښه کولو توان لري.

پاکستان او هندوستان چې دواړه اټومي وسلې لري تر اوسه پوري درې واري جگړه کړې ده.

پاکستان او هندوستان له یو بل سره موافقه کړې ده چي د داسي ازموینو په صورت کي باید یو بل خبر کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل