1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو پر مخ د سرحد پرانيستلو پريکړه وسوه

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې له خوا د پاکستان څخه د بخښنې د غوښتلو وروسته، پاکستان د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې خپله پوله پرانیسته.

https://p.dw.com/p/15Qs4
انځور: AP

تیر کال د ناټو د یوه هوایي برید په ترڅ کی د پاکستان او افغانستان پر پوله ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول. ددې کار په غبرگون کښي پاکستان د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ خپله پوله وتړله.

د سه شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلنتن او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر حنا رباني کهر، له تليفوني خبرو اترو وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه چي پکښې راغلي دي: «هغه څه چي د پاکستان پوځ ته پېښ شوي دي موږ ئې ډير خواشیني کړي يو. موږ ژمن یو چي له پاکستان او افغانستان سره له نزدې کار وکړو چي دغه شان پېښي په راتلونکي کښي تکرار نه شي.»

تر دې وروسته میرمن کهر خپلي امریکایي سیالي ته خبر ورکړ، چي پاکستان به د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپله پوله پرانیزي. له دې سره نو اوس د پاکستان او امریکا د اړیکو ښه کیدو ته هیلي پیدا شوي دي.

اوس هم پاکستان او امریکا د ځینو مسائیلو پر سر له یو بل سره ډیري جدي ستونزي لري. امریکا پر پاکستان تور لگوي چي یو شمیر زورپالو ډلو ته ئې پناه ورکړې ده او پاکستان له امریکا څخه غواړي چي په دې هیواد کي نور، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر سره نه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کي د هیلري کلنتن په حواله راغلي دي: «دا چي پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله پرانیستله، د دې خبري څرگندويي کوي چي دغه هیواد له يوه باثباته، ارامه او امن افغانستان ملاتړ کوي.»

اوس چي ناټو غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي، د پاکستان د پولي پرانیستل ډیر اهمیت لري. که ناټو د پاکستان پر ځای د افغانستان د شمالي سرحدونو له لاري خپل تجهیزات وباسي، لگښت به ئې ډير لوړ وي. امریکايي چارواکو ویلي دي چي امریکا د پاکستان د پولي له بندېدو سره هره میاشت ۱۰۰ میلیونه اضافي ډالر مصرفوي.

پاکستاني طالبانو د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو گواښ کړی دئ

د ناټو پر مخ د پاکستان د پولي د پرانیستلو تر اعلان لږ وروسته پاکستاني طالبانو گواښ وکړ چي هغوی به د ناټو پر کتارونو باندي بریدونه وکړي. د دغي ډلي ویاند د رویترز خبري آژانس ته له یوه نامعلوم ځای څخه د تليفون پر کرښه ویلي دي: «موږ به په ټول پاکستان کي د ناټو پر کاروانونو باندي بریدونه وکړو. موږ به هیڅچا ته هم اجازه ور نه کړو چي د پاکستان خاوره د افغانانو پر ضد و کاروي.»

ناټو د پاکستان د وروستي اقدام هرکلی وکړ

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، د پاکستان ددې اقدام تود هرکلی کړی دئ. هغه ویلي دي چي دا د یوه باثباته افغانستان په راتلونکې کي د پاکستان نقش ښکاره کوي.

د پاکستان نوي صدر اعظم راجه پرویز اشرف، د سه شنبي په ورځ د دې هیواد لوړ پوړو چارواکو ته وویل، چي د سرحد تړل، د متحده یالاتو او پاکستان اړیکو ته تاوان رسوي.

کلنتن په ډیر احتیاط خبري کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري له پاکستان څخه په هغه ډول بخښنه نه ده غوښتې چي دې هیواد ئې غوښتنه کوله. هغې ویلي دي چي پېښه د یو لړ تيروتنو له کبله رامنځ ته شوې ده، چي امریکا ئې له کبله خواشینې ده.

دا په داسي حال کي ده چي یو شمیر کارپوهان وایي متحده ایالاتو باید د خپلو لگښتونو د کمولو له پاره له پاکستان څخه تر دې مخکي بخښنه غوښتې وای.

د امريکا متحده ایالاتو اوس ژمنه کړې ده چي پاکستان ته ۱،۸ میلیارده ډالر د پوځي مرستو په چوکاټ کي ورکوي. د دې تر څنگ به امریکا د ناټو د هر موټر پر سر پاکستان ته ۲۵۰ ډالره ترانزیت ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل