1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ جگړي مرگژوبله رامنځ ته کړه

۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د سې شنبې په ورځ طالب اورپکو د پاکستاني سرتیرو پر پوسته برید وکړ چي پکښې اته تنه سرتیري ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. په ځوابي برید کې ۳۵ تنه طالبان هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/13thR
چارواکي وایي چي په سیمه کي د پولیسو ځوابي برید ۳۵ طالبان هم وژلي دي.
چارواکي وایي چي په سیمه کي د پولیسو ځوابي برید ۳۵ طالبان هم وژلي دي.انځور: AP

دا په داسي حال کې ده چې د کرم په همدغه قبایلي سیمه جوگی کې د جنوري میاشتې پر ۲۵مه نېټه هم له طالبانو سره په نښته کې شپږ تنه سرتیري وژل شوي ول.

په عین وخت کې امنیتي ځواکونو ادعا کړې ده چې د جوگی سیمي کنترول ئې په لاس کې اخیستی دئ. دغه سیمه د اورکزیو ولسوالۍ ته څیرمه پرته ده او د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود، پلرنی ټاټوبی دئ.

د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: « اته تنه سرتیري شهیدان شوي دي او نور ۱۵ تنه ټپیان دي.»
د پوځ د خبرپاڼي په وینا په دغه جگړه کې ۳۵ تنه طالب اورپکي هم وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ۳۰۰ زیاتو طالبانو د دوشنبې په شپه د کرم ایجنسۍ په مرکز کې پر دغه پوسته برید وکړ.

تر اوسه پوري کومي آزادي سرچیني د پیښې مرگژوبله نه ده تائید کړې. ځکه چې په نوموړي قبایلي سیمه کې طالبانو او القاعدې د خبریالانو او د مرسته کوونکو ادارو کارکوونکو له پاره کار کول ستونزمن کړي دي.

پوځي چارواکو زیاته کړې ده چې په سیمه کي تر سهار وختي پوري درنه جگړه روانه وه. د پاکستان په دغه قبایلي سیمه کې تیر کال د پوځ د اورپکو پر ضد ځمکني عملیات پیل سوی ول. دغه قبایلي سیمه چې له افغانستان سره گډه پوله لري د اورپکو او القاعدې شبکې پوخ سنگر گڼل کیږي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د لمړي ځل له پاره دا خبره تائید کړه چې متحده ایالاتو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پيلوټو الوتکو په بریدونو کې د طالبانو او القاعدې ترهگري شبکي غړي په نخښه کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش